1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قرآن شریف ته د توهین کیدو په وړاندې په کابل کې مظاهرې وشوي

۱۳۹۰ اسفند ۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/146Mg

په بګرام کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي اډې څخه د باندی او همدارنګه په کابل کې نن وروسته له دې ادعا په لاریونونو لاس پورې سو چی په دغه پوځي اډه کې ایتلافي ځواکونو اسلامي ارزښتونه لکه قرآن شریف په ناوړه ډول له منځه وړي او اور ئې ورته اچولی دئ.

د آیساف عمومي قوماندان جنرال جان الن وویل د دغه رپوټ د پلټنی امرئې ورکړی دئ. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند په کابل او بګرام کې د مظاهرو پخلی کړی دئ، خو ویلې ئې دي چی دغه لاریونونه په سوله ایزه ډول په لار اچول سوي دي.

جان الن وویل چې هغه د هر ډول ناوړه چلند له امله بخښنه غواړي او عاملین به ئې تر قانوني تعقیب لاندی راسي.