1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرنس بيکر باور په المان کي د فټبال د پاچا په نوم ياديږي

۱۳۸۹ مرداد ۲۲, جمعه

فرنس بيکر باور د مونشن د ښار د ګیزنګ نومي وړې سیمې څخه راپورته شو او په ټوله نړۍ کې وپېژندل شو

https://p.dw.com/p/Omm4
فرانس بيکر باور نه يوازي په پخپله ښه فټبالر ؤ بلکې گڼ شمير د فټبال اتلان يې هم روزلي دي.انځور: DW / Arnulf Boettcher

فرنس بیکن باور د آلمان دفټبال هغه پخوانی لوبغاړی دی چې آلمان ته یې په ډیرو ډګرونو کې بریاوي ورپه برخه کړي دي. کله چې دی د آلمان د ټیم لوبغاړی ؤ نو دده ټیم د آلمان اتل، د اروپا د جام گټونکی، د نړۍ وال جام گټونکې ، په 72میلادي کال کې د اروپا اتل او بیا ورپسې په 1974 کې د نړۍ والو اتلولیو گټونکی شو.

ده د فوټبال په لوبه کې داسې نوښتونه وکړل چې تر مخه چا نه وه لیدلي. فرنس بيکن بارو وايي:

« هغه وخت داسي ؤ چې سړي باید په ډېره چټکي سره په توپ يا گيند پسې ځغاسته کړې وای او هغه هم داسې چې توپ یې د میدان تر بهرنۍ کرښې پورې تعقیب کړې وایې خو ما داسې لوبه نه کوله.»

د مسلکي لوبغاړي په توګه هغه د ایف سې باییرن، د نیویارک کوسمو، د هامبورګ ایس وي او یو په آخر کې یو ځل بیا د نیویارک د کلب لپاره لوبه کړې ده. کله چې ده د فټبال د لوبغاړي په توګه تقاوت واخیست نو په هغې وخت کې د آلمان د ملي لوبډلې د رزونکي چوکۍ خالي شوې وه. که څه هم بیکن باور د ملي ټیم د روزنې لپاره تجربه نه درلوده خو دی په دې چوکۍ وګمارل شو. ډیر ژر دده وړتیا دی د ډیرو کامیابیو سره مخ کړ.

Flash-Galerie Das Leben des Franz Beckenbauer
فرنس بيکن باور د لوبغاړي او د روزونکي په توگه نړۍ وال جام وگټیانځور: picture-alliance/Sven Simon

په 1990م ميلادي کال کې کله چې د نړۍ وال اتلولیو په وروستۍ لوبه کې آلمان د ارجنټاین سره لوبه کوله نو دده دې جملې چې« میدان ته وؤځئ او ولوبیږئ» دده ټیم ته دومره جرأت ورکړ چې هغوی ډېر ښه ولوبېدل او د ارجنټاين ټیم ته یې په یو صفر ماتې ورکړه. د بیکن باور هغه عکسونه ټولې نړۍ ولیدل چې دی د لوبې د پای ته د رسېدو ورسته یوازې په کونج کې غلی ولاړ ؤ. بيکن باور هغه شيبې داسي يادوي:

« دې پر ما هم ډیر تأثیر وکړ. ما غوښتل چې دا شېبې یوازي ولرم . او نور هر څه هیر کړم. »

فرانس بیکن باور چې د آلمان د مونشن په ښار کې زیږیدلی دی، د اولمپیک مارسې نومي د فټبال د ټییم سره د روزونکې په توګه د لنډې مودې د کار وروسته، بیرته خپل ټاټوبي مونشن ته ستون شو. هلته ده د ایف سي باییرن د لوبډلې سره د لومړي مرستیال مشر په توګه په کار پیل وکړ. بیا د 1994 کال څخه تر 2009 میلادي کاله پورې د مشر په صفت وځلېدی. په دې وخت کې دی په دې وتوانېدی چې د 2006 د فټبال د نړۍ والو اتلولیو د لوبو کوربه آلمان شي. د 2000 میلا دي کال د جولای په میاشت کې د فیفا مشر سیپ بریټر دا اعلان وکړ:

« آلمان بریالې شو»

دا بریا د بیکن باور په کوښښونو او هڅو د آلمان په برخه شوه. همدا ؤ چې ددې لوبو د ترسره کېدو لپاره د جوړې کړای شوې کمیټې د مشرپه توګه یې دې لوبو ته په ښه شان سره چمتووالی ونیولی.

دی د مونشن د ښار د ګیزنګ نومي وړې سیمې څخه راپورته شو او په ټوله نړۍ کې وپېژندل شو. خو دی د خپل ځان په اړه کومې لویې ادعاوې نه کوي. غواړي چې یوه ورځ چې دی نه وي نو خلک دده په اړه داسې وغیږي.

« زه غواړم چې خلک بیا زما په اړه ووايي چې ما خپل کار په ښه شان سرته رسولی ؤ او په آخر کې په دې هم توانیدلې وم چې یو ښه انسان واوسم.»

ليکونکې: برېښنا صابر/اولې ماير

کتونکی: احمدولي اڅکزی