1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: امريکا د ۲۴ پاکستاني عسکرو وژونکي ته سزا نه ورکوي

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14RuB

د امريکا د متحده ايالتو پوځ پرېکړه کړې ده چي خپل هغه عسکر به سزا نه ورکوي چي په يوه هوايي بريد کي ئې د نومبر په مياشت کي ۲۴ تنه پاکستاني عسکر ووژل. دا خبر نيو يارک ټايمز ورځپاڼي ورکړی دئ.

په خبر کي د يوه نه نومول سوي امريکايي لوړ پوړي چارواکي له خولې ويل سوي دي چي ددغه پيښي په دوهمه پلټنه کي معلومه سوې ده چي د افغانستان او پاکستان پر پوله باندي ددې پيښي عامل د جگړې گډوډي وه.

د دغه چارواکي له خولې ليکل سوي دي چي څېړونکي امريکايي ډلي هيڅ داسي شواهد نه دي موندلي چي د امریکايي عسکرو گناه دي پکښي ثابته سي.

اټکل کيږي چي ددې پيښي په هکله د دوهمي څېړني پايلي به پاکستان يو وار بيا په غوسه کړي. پاکستان ځان د ترهگرۍ پر ضد جگړه کي د امريکا ملگری بولي.