د لاتينې امريکې اقتصادی رول په نړۍ کې
۱۳۸۸ فروردین ۲۶, چهارشنبه« د لاتينې امريکې اقتصادی انډول په لومړی کرښه کې د اومو توکو د ټولو ليږدوونکو توانزيرمه ده. دا لاتينې امريکې په راوروسته 200 کلونو کې تل همداسې کړيدی. دا سيمه تل د اومو توکو ليږدوونکې وه.»
د اومو توکو او کرنيزو توليد اتو د ليږدوونکی په توګه دغې سيمې ته لا هم ستونزمنه ده چې د نړيوال بازار يوه ستره برخه د ځان لپاره ډاډه کړی او له نړيوال کولو څخه د ځان لپاره ګټه واخلی. پروفيسور فودرز وايي چې دا له دې امله چې په نړی کې د لاتينې امريکې اقتصادی ونډه لکه د پخوا په شان لږه ده.
«که سړی د لاتينې امريکې د هيوادونو د کورني خالص توليدات سره راټول کړی، او د نړيوال اقتصاد د يوې برخې په توګه ورته وګوری، نو د کميت انډول يي په سلو کې يو دی. دا ډير نه دﺉ. په نړيوال بازار کې هم ډير نه دی، همدا په سلو کې دوه يا دری دی، خو د بهرنی او کورنی بازار وده په کورني ناخالص توليد اغيز لری.»
د دې لپاره يو بل لامل دا دې چې لاتينه امريکا د بوش د ادارې په دوران کې يو ضمنی ننداريز ډګر وو. د امريکې متحدو ايالتونو په شمالی امريکا کې د مکسيکو د انتيګريشن او د مخدرو توکو له مافيا سره له مبارزې پرته، په سيمه کې نور زيات څه نه لرل.
بل څه شی چې په لاتينه امريکا کې نه چليدونکی ښکاری، سيمه ايز انتيګريشن يا په ټولنه کې ورګډيدل دی. د منځنی امريکې د انتيګريشن سيستم او د آدن د ټولنې هڅو کومه پايله نه درلوده.
په لاتينه امريکا کې د خوځښت او ويرې تر منځ د چين د سيمې د حضور ودې ته ګوری. ځکه چين د اومو توکو او کرنيزو توليداتو يو منلی پیرودونکي دی، خو دغه آسيايي هيواد هغه سيال دی چې په اسانی سره نشی ماتيدلی، چې په کورني بازار يي د مناسبو بيو لرونکو توکو څخه ډک دی. پروفيسور فودرز وايي چې خو چين هم د لاتينې امريکې ليوال دی:
«چين په نړيوال اقتصاد کې تر ټولو لوړه وده لری، په سلو کې د اتو او لسو تر منځ. د نړيوال اقتصادی کړکيچ سره سره دغه هيواد لا وده کوی، او د اومو توکو لپاره ستره تنده لری. چين په لومړۍ کرښه کې د لاتينې امريکې د اومو توکو ليوال دی. او په دوهمه کرښه کې د چينايي توليداتو د خرڅلاو د بازار په توګه د لاتينې امريکې سره مينه ښيي. چين همدا اوس د امريکې د وچې د هيوادونو د پراختيا د بانک غړی دی. او د دې تر څڼګ په ټوله لاتينه امريکا کې د زيربنايي تدبيرونو ملی لګښتونه په غاړه لری.
سهيلا حضرت نظمی
کتونکی: يحيی وردک