د سوسيال دموکرات گوند ځيني غړي د افغانستان په وړاندې د آلمان پر سياست باندې نيوکې کوي
۱۳۸۶ فروردین ۶, دوشنبهاعلان
د مارچ مياشتې په پيل کې نوي تنو سوسيال دموکراتانو د آلمان د ائيتلافي حکومت د غوښتنو په خلاف د تورنادو اکتشافي الوتکو ماموريت رد کړی و. ځمبريڅکي د افغانستان د حکومت تقويه کول مهم وبلل. افغان حکومت تېر کال په دې ونه توانېد چې بهرنۍ مرستې ولگوي، يوازې دېرش په سلو کې پيسې په دې لړ کې لگول شوي دي، ځمبريڅکي زياته کړه چې د دولتي جوړښتونو او تشکيلاتو په رامنځ ته کولو کې بايد له افغاني غاړې سره مرسته وشي. په دې موخه دې د آلمان دولتي مشاورين کابل ته واستول شي. د افغانستان په جنوب کې تر عملياتو څخه وروسته دې نړيواله ټولنه د ځمبريڅکي په وينا د بيا رغاونې چارې هم پيل کړي. ده همداراز وويل: »که موږ غواړو د افغانستان په جنوب کې مرسته وکړو بايد نورې پيسې چمتو شي.«