د ا ييتلافي ځواکونوهليکوپتر د طالبانو په سيمه کې وسلې اچولي دي
۱۳۸۷ فروردین ۲۶, دوشنبهاعلان
د افغانستان د استخباراتو د ادارې رييس امرالله صالح پرون د ولسي جرګې يوې کمېټې ته وويل، چې دغه هليکوپتر د روان هجري لمريزکال د وري د مياشتې په پيل کې غوښتل، چې وسلې، مرمۍ او د خوړوتوکې د زابل په ولايت کې د پوليس يوې پستې ته ورسوي. په ولسي جرګې کې د زابل د ولايت يوه وکيل حميدالله توخي نوموړې کمېټې ته وويل، چې دغه وسلې د طالبانو د قوماندان ملا محمد علم له کورنه صرف سل متره ليرې ولوېدې.
په دغووسلوکې ماشيګڼ او توغندي هم موجود وو. د آيساف او ناټوويندويانووويل، چې په دغې پېښې کې د دوي هليکوپترونوبرخه نه درلوده.