د امریکا په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې
۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سهشنبهاعلان
د امریکې د کلیفورنیا د ایالت د اوکلینډ په یوه شخصي پوهنتون کې د ډزو له امله اووه تنه وژل شوي دي. د اوکلینډ د پولیسو مشر هاروډ جورډن وویل چې په پیښه کې درې تنه ټپیان هم دي. د پولیسو په وینا برید کونکی چې ښايي آسیايي الاصله وي، د پوهنتون پخوانی محصل دئ. وژونکي له پیښي وروسته پولیسو ته ځان سپارلی دئ خو د برید د علت په هکله څه نه دي ویل شوي.