د المان د دفاع وزير ديميزير کابل ته ورسېدی
۱۳۹۰ فروردین ۶, شنبهتومامس ديميزير و کابل ته رسېدلی دی چيري چي به هغه د افغان ولسمشر حامدکرزي او د ايساف د امريکايي قومندان جنرال ډيويډ پېټريوس سره وويني. د المان د دفاعي چارو د وزارت په غاړه اخيستلو څخه درې اونۍ وروسته نوموړی و افغانستان ته خپل لومړی سفر کوي.
ديميزير هغه وخت د المان د دفاعي چارو وزير وټاکل سو کله چي د دفاعي چارو پخواني وزير کارل تيوډور څو گُوټنبرگ د خپلې دندې څخه استعفی ته اړ سو. پر هغه تورونه لگول سوي ول چي د خپلې دوکتورا په علمي څېړنه کي يې علمي غلا کړی ده، هغه دا چي د نورو ليکوالانو د نوم او سم اقتباس پرته يې د هغوی د کتابونو څخه متنونه په خپله علمي ليکنه کي کاپي کړي وه.
د پخوا په څېر د دغه الماني وزير د افغانستان سفر تکل هم د امنيتي دلايلو له کبله مخکي مخفي ساتل سوی ؤ. توماس ديميزير چي د دفاعي چارو د وزارت په غاړه اخيستلو څخه تر مخه د المان د کورنيو چارو وزير ؤ په افغانستان کی به د خپلو عسکرو څخه هم کتنه وکړي.
د جمعې په ورځ د المان په مرکزي پارلمان بُنډسټاگ کي د حکومت هعه يوه پریکړه تصويب سوه چي له مخي به يې افغانستان ته 300 نور الماني عسکر ولېږدول سي. دغه عسکر چي ښايي په لومړي سر کي يې شمېر صرف 100 وي د اواکس ډوله څارگرو الوتکو سره به ماموريت پر ځای کړي. اواکس ډوله د ناټو الوتکي به د افغانستان د هوايي قلمرو د پولو څار کولو تر څنگ د رادار د مرکز کار هم کوي. دغه الوتکي به د افغانستان په فضا کي د مسافرو الوتکو د تنظيم لپاره هم په کار اچول کيږي.
د المان هيواد چي نه غواړي د ليبيا په هوايي قلمرو کي د بنديز د تطبيقونې په پوځي ماموريت کي ونډه واخلي، غواړي و افغانستان ته د نوؤ عسکرو په لېږلو سره د ناټو سره مرسته وکړي تر څو د ناټو پر نورو غړو هيوادونو په افغانستان کي فشار کم کړای سي او هغو د ليبيا لپاره زياتي اسانتياوي ولري.
احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: عبدالباري حکيم