1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ماموریت؛ هغه ماته چې له وړاندي معلومه وه؟

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو له وتلو وړاندې د دغه ماموريت د برياليتوب په اړه شکونه موجود وو خو د آلمان د پارلمان په څیړنیز کمیسیون کي د لومړنیو شاهدانو څرګندونو دا خبره لا روښانه کړه.

https://p.dw.com/p/4HjIA
آرشیف: د آلمان د چټک غبرګون ځواکونو د موټرو کاروان مزارشریف ته نږدې د مارمل په غرونو کې
آرشیف: د آلمان د چټک غبرګون ځواکونو د موټرو کاروان مزارشریف ته نږدې د مارمل په غرونو کې انځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځل واک ته ستنیدل د آلماني عسکر انریکو ګینټ لپاره ډیره غېر متوقع خبره نه وه. د آلمان د فدرالي ځواکونو دغه افسر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ناکام ماموریت تر پای ته رسیدو پورې د آلمان په دفاع وزارت کې د کړکیچ د ژر تشخیص مسئولیت په غاړه درلود. نوموړي د روان کال د سپتمبر په ۲۹ د آلمان د فدرالي پارلمان د تحقیقاتو په کمیټه کې د لومړني شاهد په توګه وویل: »هرڅوک د دې پیښې سرعت یعنې د طالبانو لخوا د واک ترلاسه کولو ډیر حیران کړل«.

د دغه آلماني افسر ارزونه د سیاست او ​​رسنیو د څانګو د یو شمېر کارپوهانو له هغو څرګندونو سره اړخ لګوي، چې یوه اوونۍ وړاندې یې په یوه رسمي غونډه کې کړې وې. د انریکو ګینټ په اړه باید یادونه وشي چې هغه پخپله په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده نو له همدې امله له پوځي اړخه هغه په ​​دې پوهیږي چې د تروریزم پر ضد جګړه چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتونو لخوا اعلان شوې وه د نړیوالو ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو او د ملکي خلکو لپاره څومره خطرناکه وه.

هغه درسونه چې د افغانستان له ماموریته باید واخیستل شي

انریکو ګینټ د نورو کارپوهانو په څیر د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په پای کې د متحده ایالاتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په دې جګړه کې د »انتخاب ټکی« بللی دی ځکه په دغه تړون کې امریکا ژمنه کړې وه چې له افغانستانه به خپل ځواکونه وباسي او طالبانو ژمنه کړې وه چې د ناټو سازمان پر ځواکونو به خپل بریدونه ودروي.

ګینټ د څیړونو کمېټې ته وویل چې طالبانو خپله ژمنه پوره کړې وه خو پر ځای یې پر افغان وسله والو ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړ. د دغه عیني شاهد په وینا، افغان ځواکونه پر بهرني ملاتړ متکي وو. دوی د امریکا هوایی ملاتړ ته اړتیا لرله. مګر د دوحې د تړون د معیارونو له مخې، دوی نور نشوه کولای پر دې مرستو حساب وکړي هغه څه چې د جګړې لپاره یې د دوې پر انګیزه منفي اغیزه وکړه.

 

انریکو ګینت او د هغه د ستراتیژۍ او ماموریت د څانګې همکارانو څه موده وړاندې په افغانستان کې پوځي وضعیت مخ په خرابیدو ارزولی وو. دا د آلمان د فدرالي پارلمان یوې څیړنیزي کمیټې ته د لیږل شوي ایمیلونو او راپورونو یوه برخه ښيي چې د ۲۰۲۰ کال د اپریل په میاشت کې د یوه راپور په وضاحت او توضیح کې راغلي چې د بهرنیو مرستو په نشتون کې به د افغانستان ولایتونه یو له بل وروسته د طالبانو لاس ته ولویږي او د نجونو ښوونځي به وتړل شي.

د انریکو ګینټ په وینا، دا ډول ارزونې او نور توضیحات د هغه د خپلو برداشتونو، د سپوږمکۍ د عکسونو ارزونې او همدارنګه د ټلیفوني خبرو اترو اوریدلو پر بنسټ وه خو د ۲۰۲۱ کال له جولای وروسته کله چې امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن شوو معلوماتو ته لاسرسی یواځې د عامه سرچینو لکه ورځپاڼو، ټویټر او ټولنیزو رسنیو له لارې شونی وو. په پای کې بيا معلوماتو ته د لاسرسي ساحه خورا محدوده وه.

آلمان په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه پارلماني څیړنه کوي

په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د دغه پخواني سرتيري د څرګندونو له مخې، طالبانو له پيل څخه دوې موخې تعقيب کړې: د نړيوالو ځواکونو وتل او د اسلامي امارت بيا رامنځته کول. هغه زیاته کړه: »دا اهداف په دوامداره توګه ترسره او په عملي توګه تعقیب شول.«

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ طالبانو له مقاومت پرته د افغانستان پلازمینه کابل ونیوی او وروستي آلماني عسکر هم له ګډوډيو په ډکو شرائطو کې له افغانستانه ووتل.