1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خپل افغانستان ماموریت په اړه پارلماني څیړنه کوي

۱۴۰۱ تیر ۱۷, جمعه

د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ یوه کمیټه به له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو د وتلو او تر هغه وروسته د محلي همکارانو د تخلیې بهیرونه وڅیړي. دغه پریکړه د جمعې ورځ سهار وختي وشوه.

https://p.dw.com/p/4DqwQ
Bundestag Regierungsbefragung
انځور: Political-Moments/IMAGO

دغه کمیټه ۱۲ غړي لري چې په دغو دوو بهیرونو کې شوې اشتباه ګانې او له هغو اخیستل شوي درسونه به په ګوته کړي.د دې کمیټې غړي رالف ستیګنر، چې د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند پورې اړه لري، وویل: «زموږ هدف دا نه دی چې ګړم کسان پیدا کړو خو هر څه چې مو توان کې وي کوو یې چې هغه اشتباه ګانې چې په رښتیا هم ترسره شوې وې به په راتلونکې کې بیا نه ترسره کیږي.»

د آلمان پوځ د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وایستل. د همدې کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټې طالبانو د کابل واک په لاس کې واخیست. د دې ډلې چټک پرمختګ نړیوال هم حیران کړل.

دغه پارلماني کمیسیون به د ۲۲ کال د فبروري میاشتې له ۲۹مې نیټې څخه خپلې څیړنې پیل کړې. په دې وخت کې امریکا متحده ایالاتو په قطر کې تر اوږدو مذاکراتو وروسته له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ. طالبانو په دې تړون کې ژمنه کړې وه چې له افغان حکومت سره به د سولې خبرې کوي او ټول شموله حکومت به جوړوي. دا هغه څه وو چې طالبانو و نه کړل. په دې ترتیب به نو څیړنه د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر ۳۰مې نیټې پورې موده په پام کې ونیسي.

آژانسونه