د آلمان ولسمشر د کرملين ميلمه
۱۳۸۹ مهر ۲۲, پنجشنبهوروسته له هغي چي کريستيان وولف د آلمان د فدرالي جمهوريت د دولت د مشر په توګه وټاکل شو، دا لومړی ځل دی چي روسيي ته سفر کوي.
ليدنه کتنه ډيره اوږده او ښه فضا کښي سرته ورسیده . جمهوررييس کريستيان ولف د جمهوررييس ديمتري ميدويديف سره په کرملين کښي 5 ساعته تير کړل .
دا د دواړو جمهوررييسانو ډيره هراړخيزه ليدنه کتنه وه . هغوی د یوبل خبرو او نظریاتو ته په پوره لیوالیتا غوږ ونیو. وولف په دی اړه وویل:
« جلالتمآب جمهور رییس ډیره مننه د هغه تود هرکلي څخه چه مو زما او زما د ميرمني څخه وکړ . دا ډيره مهمه خبره ده چی زما د کار په شروع کښي د داسي يو مهم هيواد لکه روسېې څخه په دولتي سطح ليدنه کوم .»
د آلمان جمهوررييس تر خبرو وروسته د ميدويديف هغه کوښښونه وستايل چی د دغه هيواد د عصري کولو دپاره يې کوي ، او د اقتصادي برخي څخه نيولې بيا تر دولتي ساختمان پوري يې قدمونه پورته کړي دي . په کرملین کی له نوموړیله لیدنی کتنی څخه داسی څرګند شول وولف د میدودیف له تګلاری سره همنظره دی، نسبت د صدراعظم پوتين تګلاري سره. البته د آلمان جمهور رییس په خپلو خبرو کی داسی یو انګیرنی ته کومه اشاره ونه کړه. وولف له پوتین سره هم ولیدل.
وولف روسېې ته د آلمان د ملاتړ پيشنهاد وکړ، خو يوازي په هغو برخو کی چه روسېه ورته واقعأ ضرورت لري او غوښتنه یی هم وکړی .
څرنګه چی هغه وویل:« تر 6400 اضافه شرکتونه په روسېه کښي فعاله دي ، او دلته يې ډيري سرمايه ګذارۍ هم کړي دي . په هغه کښي طبعأ ډير غټ شرکتونه ، لکه دايملر بِنس او فولکس واګن شامل دي ، مګر کوچني او متوسط شرکتونه هم ، چه دلته يې تريوه حده پوري د متوسطو شرکتو د جوړيدو کلتور رامنځته کړي دي.»
دغه خبري وولف د مسکو ددولتي پوهنتون «هاي سکول آف اِکانومي » د 550 محصلينو په مخکي وکړې . اکثرو محصلينو چه ډيري ښې آلماني خبري کولې ، د انرژۍ د سياست ، د آلمان د بيرته يووالي ، او الماني او روسي ځوانانو تر منځ د د توپيرونو پوښتني کولې . د وولف لپاره دا یوه ډیره ښه زمينه وه چی په آلمان کښي د بيان او مفکورې آزادۍ او دموکراسۍ باندی خبری وکړي.
ړولف وويل چی د مظاهرو او غونډو د جوړولو آزادي ، يوه بې طرفه قضأ ، يو قوي اپوزيسون ( د حکومت مخالف ګوند یا ګوندونه) او د مطبوعاتو او رسنيو آزادي د يوې واقعي دموکراسۍ شرايط دي ، او په داسي يوه دموکراسي کي اصلاحات او تحولات په ډير ښه ډول سره عملي کيدلاي سي .
د مسکو څخه وروسته د آلمان جمهور رييس له سانت پيترز بورګ څخه لیدنه وکړه.
نینا ورکهایزر/قاسم نوری
کتونکی عبدالباری حکيم