د آلمان حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرود پاتي کيدو په اړوند تصمیم نيسی
۱۳۸۸ آبان ۲۷, چهارشنبهدغه مأموريت د ملګرو ملتونو د فيصلې له مخې بايد شپږ مياشتې دوام کړی وای.
اته کاله وروسته د آلمان پوځونه لاهم په افغانستان کې دي اوس يې شمير 4500 سرتيرو ته رسيدلی.دا به فعلاً همداسې پاتې شی، خو آيا د آلمان نوي اييتلاف به له افغانستان نه د آلمانی پوځ د ايستلو په اړه فکر کړی وی. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيودی ويستاويلې وايی:
« موږ بايد په دې بريالي شو چې په راتلونکو څلورو کلونو کې، د په خپله امنيت په غاړه نیولو په برخه کې دې پولې ته ورسيږو چې بيا يې شاليد هم د ليدو وړوی. موږ نه غواړو چې د تل لپاره او يا دری ورځې په افغانستان کې پاتې شو. په تيرو کلونو کې مأموريت ورو ورو زيات شو: لومړی د آلمان پوځ له له کابل څخه کندز ته وکوچيد څو په بيا جوړونه کې مسؤليتونه په غاړه واخلی. بيا آلمان د تورنادو جنګی اکتشافی الوتکې واستولې، ځواکونه ډيريدل. آلمان د امريکې له متحدو ايالتونو او بريتانيې نه وروسته د ناتو تر مشری لاندې آيساف کې د ځواکونو د کميت له لحاظه دريم ځای لری.»
اوس د آلمان د دفاعی چارو نوی وزير کارل تيودور څو ګوتنبيرګ غواړی نور 120 تنه سرتيری افغانستان ته وليږی. فعلاً بايد د 4500 سرتيرو له لوړ حد څخه تيری ونه شی. د آلمان صدر اعظمه انګيلا
ميرکيل وايي: « بې له شکه چې د افغانستان جنګی مأموريت په خاص ډول غوښتنې لری. موږ به له خپلو ملګرو هيوادونو، د سيمې له هيوادونو او د افغانستان له نوي حکومت سره د راتلونکی کال په پيل کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره د يوه کنفرانس په دې باب وغږيږو چې څنګه او به کومو مشخصو ګامونوموږ دا پړاو نوی کړو.»
په 2010 کال کې کيدای شی د افغانستان په شمال کې ځينو سيمو ته امنيتی مسؤليت په خپله غاړه وسپارل شی. په افغانستان کې د آلمانی ځواکونو د پاتې کيدو موده به اوږه نه کړای شی. خودا د دې معنا نه لری چې ځواکونه به ټول په يوه وار وايستل شی.
د مأموريت موخه له ترهګرۍ سره مبارزه ده. کله چې د 2001 کال د سپتامبر د يوولسمې نه وروسته د «فريدوم اينډورينګ» عمليات د امريکې د متحدو ايالتونو تر مشری لاندې پيل کيدل، نو د هغه وخت صدر اعظم ګيرهارد شرودرد آلمان په پارلمان کې ورته په ډيرې هڅې سره هو وويل. د دغه مأموريت د تهداب تيږه يو واقعيت وو. چې نه يې غوښتل د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مأموريت نه بلکې د خپل ځانه د دفاع يو مأموريت وو.
سهیلا حسرت نظیمی
کتونکی: يحیی وردک