بان کي مون: د پاکستان سيلاب تر څونامي زيات کسان اغېزمن کړيدي
۱۳۸۹ مرداد ۲۹, جمعهد ملگرو ملتونو د عمومي غونډې يو شمېر هيوادونو د زيارت د ورځي په غونډه کي د پاکستان سره د خپلو مرستو د زياتولو اعلان وکړی. و غونډې ته د وينا پر وخت د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون وويل:
« پاکستان د سمندري طوفان څونامي د يوې داسي بڼې سره مخامخ دی چي په لږ سرأت پر مخ ځي او د وخت د تېرېدو سره به يې تاوانونه لا زيات سي.»
بان کي مون د پاکستان د سيلاب په هکله جوړي کړل سوي د ملگرو ملتونو ځانگړې غونډې ته دغه څرگندونې وکړې. نوموړي غړي هيوادونو وهڅول چي د پاکستان سره پدغه مشکل وخت کي کومکونه وکړي. د نوموړي په وينا وخت په چټکي سره تېريږي او پيسو ته سخته اړتيا سته. ملگرو ملتونو د پاکستان سره د مرستې لپاره د غړو هيوادونو څخه د 460 مليونو ډالرو غوښتنه کړېوه چي د نيمايي برخې لپاره يې بعضو هيوادونو ځانونه ژمن کړيدي. بان کي مون زياته کړه چي اوس اړتيا دې ته ده چي هغه هيوادونو چي د مرستو ژمنه يې کړېوه خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي:
«موږ د اړينو پيسو د 60 فيصدو لپاره ژمنې تر لاسه کړي دي خو بايد هر څه همدا اوس وکړل سي. هر څه ته اوس اوس اړتيا ده.»
بان وويل چي د يوه اټکل له مخي اته مليونه انسانان کومکونو ته اړتيا لري او دا چي په ټوليزه توگه شل مليونه انسانان د سيلابونو له وجې اغېزمن سوي دي:
« د اغېزمنو سوؤ کسانو شمېر د سمندري طوفان څونامي د کشمېر او د هايټي د زلزلو او د ماينا مار د حاريي طوفانونو تر قربانيانو زیات دی.»
پداسي حال کي چي په پاکستان کي د مون سون موسمي بارانونه لا يو څو اونۍ دوام درلودلای سي يو شمېر اوسېدونکي دا اندېښنه لري چي د سيلاب نوي څپې رامنځ ته نه سي او داچي د ناروغيو او تباهۍ لمنه لا پراخه نه سي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پر نړيوالو ږغ وکړی چي د پاکستان د حکومت سره کومک وکړي:
« دغه فاجعه دومره ستره او جدي ده چي يو شاته پاته هيواد يې په يوازي تر اوده نسي وتلای. موږ د نړيوالو څخه هيله کوؤ چي راسره پوره مرسته وکړي.»
د ملگرو ملتونو په ځانگړې ناسته کي يو شمېر هيوادونو د درملنې او درملو، د ټرانسپورټ او څرخي الوتکو په ډگر کي د مرستو ژمنې وکړې. د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن هم ژمنه وکړه چي امريکا به پاکستان ته نور په مليونونو ډالره مرسته ورکړي:
«دا چي موږ په خپلو مرستو کي د 60 مليونو نورو مرستو د زياتوالې اعلان وکړی نو پدې توگه د پاکستان سره د امريکا د مرستې حجم 150 مليونو ډالرو ته جگ سو.»
کلنټن پر خپلو هيوادوالو هم ږغ و کړی چي د انټرنټ او موبايل ټليفون له لاري و پاکستان ته بسپنې ورکړي:
«زه غواړم چي د پاکستان اوسېدونکي پدې پوه سي چي کله چي د دوی سيدونه جگيږي او لويږي او دوی د سيلاب وروسته خپل کښتونو کري او بيا رغونه کوي چي امريکايي ولس د دوی سره ملگری دی.»
امريکا کوښښ کوي چي پدې توگه په پاکستان کي د خپل ځان په وړاندي اعتبار هم زيات کړي. بريتانيې په عيني حال کي خپله مرسته و 100 مليونو ډالرو ته جگه کړېده. دا چي ايا 460 ملیونو ډالره چي ملگرو ملتونو يې د پاکستان سره د مرستې لپاره غوښتنه کړېده په بشپړه توگه راټولي کړل سي او که نه د جمعې د ورځي په بهير کي ښايي معلومه سي ولي چي د ملگرو ملتونو بعضي غړي هيوادونه پدغه ورځ هم پدې غور کوي. المان هم د پاکستان سره خپله مرسته د 10 ملیونو څخه و 25 مليونو ته جگه کړېده. د المان د بهرنيو چارو د وزارت معين وېرنر هوير ويلي دي چي پاکستان چي يو اټومي قدرت دی بايد يوازي او حکومت يې لا کمزوره کېدو ته پرې نه ښودل سي.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی/بوډه واين
کتونکی: محمد قاسم نوري