بارک اوباما په رسمي ډول د امريکا ولسمشر شو
۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبهاعلان
بارک اوباما اوس په رسمي ډول د دوهم ځل له پاره د امریکا د جمهور رييس په حیث انتخاب سو. د امريکاد متحده ايالاتو کانګرس، دوې میاشتي تر انتخاباتو وروسته د هغه نتایج تايید کړل. د کانګرس د دواړو مجلسو، نمایندګانو او سنا په ګډه جلسه کي د هر ایالت انتخاباتي استازي حساب سول. د دې پر اساس بارک اوباما ۳۳۲ انتخاباتي استازي وګټل او سیال میټ رومني یې ۲۰۶.