ایران پر دې هیواد د اروپایي ټولنې د بندیزونو په اړه خبرداری ورکړ
۱۳۹۱ تیر ۹, جمعهاعلان
ایران د اتومي شخړې په اړه د هغو بندیزونو له عواقبو څخه خبرداری ورکړی دﺉ چې اروپایي ټولنې د یکشنبه په ورځ د دغه هیواد په مقابل کې وضعه کړل. په هغه لیک کې چې د ایران د اتومي خبرو اترو د هیات مشر سعید جلیلي، د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسئولې کاترین اشتون ته استولی دئ، او د پنجشنبه په ورځ د ایران په رسنیو کې خپور سوی دئ، راغلي دي چې د غرب له خوا دغه ډول تدابیر به ناوړه عواقب له ځانه سره ولري.
ده زیاته کړې ده چې لویدیځ به د ایران د اتومي پروگرام په اړه په خبرو اترو کې د هر ډول تاوان مسئول وپېژندل سي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ یو وار بیا پر دې خبره ټینګار وکړ چې دوی به پر دغو بندیزونو باندې کلک ودریږي او د نورو جزایي تدابیرو په اړه به هم فکر وکړي.ذ