1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: د امريکا په سياسي تګ لاره کي هيڅ تغيرندی راغلی

۱۳۸۷ اسفند ۲۲, پنجشنبه

داچي دامريکې دمتحده ايالاتو ولس مشربارک اوباما غواړي په ډيراحتياط سره دايران ، سوريې ، دطالبانو او يا نورو تندلارو خواو سره چي دبوش دواکدارۍ په زمانه کي ورته په اصطلا « دشريرو هيوادو د محور» ...

https://p.dw.com/p/HAtJ
په تهران کي دECO يا دسيمه ايز اقتصادي ګډکار دسازمان دغړو هيوادو دمشرانو غونډه
په تهران کي دECO يا دسيمه ايز اقتصادي ګډکار دسازمان دغړو هيوادو دمشرانو غونډهانځور: AP

او يا ورته ترهګران ويل کيدل ، دخبرو يوه لاره خلاصه کړي ،دمسالي يوه خوا بلل کيږي او په دې هکله دڅو ورځو څخه راپديخوا جرو بحثونه روان دي ،چي آيا ددغه تند لارو او په اصطلا شريرو سره به دخبرو څخه کومه ګټه ترلاسه سي او که څنګه ؟

خو دلته دا پوښتنه هم مطرح کيدای شي چي آيا دبوش په اصطلا بيلاري او تند لاري خواوي چي اوباما غواړي دهغوی سره يو ډول دخبرو لاره خلاصه کړي هغوی پخپله څه وايي. دمثال په ډول د ايران روحاني مشر ستر آيت الله علي خامنه يي وايي چي زه دامريکې دمتحده ايالتو داوسني جمهوررييس بارک اوباما په سياست کي اصلأ کوم بدلون يا چرخش نه وينم.

د امريکې متحده ايالتونه پخپل هماغه پخواني سياسي تګلار ي باندي روان دی. علي خامنه يي دغه خبره پرون په تهران کي د عبدالله ګول سره دکتني په وخت کي کړيده. څنګه چي په خبري رسنيو کي ويل سوی دي ، خامنه يي دغه خبره په داسي يوه وخت کي کوي چي انقره غواړي د تهران او واشنګتن تر منځ منځګړيتوب وکړي. خو هم د ايران روحاني مشرخامنه يي او هم ددغه هيواد ددولت مشر محمود احمدي نژاد وايي « هيڅ داسي کومه نښه نښانه تراوسه نده ليدل شوې چي سړی ووايي امريکايان غواړي خپل پخوانۍ اشتباوي بيرته اصلاح کړي.»

محمود احمدي نژاد بايد په تهران کي دترکيې جمهوررييس عبدالله ګول ته ويلي وي چي اصلا دی دمنځګړيتوب دپاره کوم ضرورت نه ويني،« زموږ دريځ دامريکې دمتحده ايالتونو په مقابل کي بيخي روښانه دی که چيري د انصاف او عدالت اود متقابل درنښت رعايت وسي ، نو په نړۍ کي به هيڅ کومه لانجه پاته نشي.»

خامنه يي داهم وايي چي امريکايانو په افغانستان ، عراق او دغزې په تړانګه کي ډيري غلطۍکړيدي.تهران ته دخپل سفر څخه مخکي عبدالله ګول دايران دمشرانو څخه ددې غوښتنه کړي وه چي تهران بايد دامريکې دمتحده ايالتونو دنوي دريځ په مقابل کښي خپل ښه نيت وښه يي.

د ترکيې جمهوررييس چي په تهران کي دECO يا دسيمه ايز اقتصادي ګډکار دسازمان دغړو هيوادو دمشرانو په غونډه کي دګډون دپاره تهران ته تللي ؤ، د مرکزي آسيا دهيوادو څخه ددې غوښتنه وکړه، چي دوی بايد دبين امللي تروريسم پر ضد په مبارزه کي د قاطعيت څخه کار واخلي ،او دغه هيوادونه کولای سي په ګډه سره د بين امللي لانجو دحل په لاره کي ډيره ونډه واخلي . مثلأ دنژدې ختيځ دلانجي دحل يا د بين امللي ترهګرۍ سره دمبارزې په لاره کي.

ECO چي په 1985 ميلادي کال کي دترکيې، ايران اوپاکستان په ابتکارسره جوړسوی ، نن ورځ افغانستان ، آذربايجان ، قزاغستان، قرغزستان ، تاجکستان ، ترکمنستان او زبکستان هم ددغه سازمان غړي شوي ،اوښايي عراق او سوريه هم په راتلونکي کي ددغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړي.

dpa /ضياالحق فضلي

کتونکی. محد قاسم نوري