امريکا د ایران پر ضد یو ځل بیا بندیزونه سخت کړي
۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعهاعلان
د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د ایران پر ضد بندیزونه یووار بیا شدید کړي دي. د متحده ایالاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په واشنګټن کي اعلان وکړ چي د ایران د لانجمن اتومي پروګرام په تړاو به د نورو ۷ امریکايی شرکتونو او پنځو اشخاصو سرمایې کنګل سي.
پر دې سربیره امریکايي اتباع د دغو شرکتونو او اشخاصو سره د هر ډول معاملې کولو څخه منع کړای سوي دي. په رپوټ کي راغلي دي چي دغه شرکتونه او اشخاص ځکه تر کنترول او نظارت لاندي راغلل چي دوی د ایران د رژیم او د هغه د اتومي پروګرام سره د مالونو، تکنالوژۍ او نورو خدماتو پواسطه مرسته کوله.