المان غواړي یو وار بیا د بشري حقونو د جرګه ګۍ غړی سي
۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعهاعلان
المان غواړي یو وار بیا ځان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د جرګه ګۍ د غړیتوب له پاره کاندید کړي. د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیډو ویسټرویله په نیویارک کې وویل، چي المان د نورو مسئولیتونو اخیستو ته چمتو دئ. په دې هکله به پریکړه د کال په پای کي وشي. د مخالفو کاندیدانو په کتار کي د امریکا متحده ایالتونه، سویډن، یونان او ایرلنډ شامل دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه جرګه ګۍ چي له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسي ئې په کار پيل کړی دئ، المان ئې تر ۲۰۰۹ کاله پوري بنسټ ایښوونکی غړی وو.