المان: د بهرنيو هيوادونو سره د مرستي په بودجه کي لږوالی راځي
۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبهد جرمني د فوکس مجله ليکي چي، د المان د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۱ کال د بودجې په مسوده کي د بحراني يا مصيبت حالت د پاره ۷۶،۸ ميليونه يورو په پام کي نيولي.
د مجلې د راپور له مخه په دې اړه ۱۴ الماني مرستندويه ټولنو خپله اندېښنه ښودلې ده.
د کاريتاس او الماني سره صليب ادارې ويلي دي چي، د بهرنيو چارووزارت په دې ملاتړسره چي ادارې کار يې موږ په غاړه اخلو، د نړۍ په بيلا بيلوسيمو کي په ځانگړې توگه په هغه سيمو کي چي د پامه غورځول سوي دي، عاجلي مرستي رسوو.
فوکس مجله د جرمني د پراختیايي مرستو د وزارت په خبره ليکي چي د اوږ مهاله مرستو د ترلاسه کولو هيوادنو په کتارکي په ۲۰۰۹ کال کي افغانستان تر ټولو لومړی و.
د وزارت د وياند په خبره د مرستو په دغه بهير کي افغانستان ته په يوه کال کي ۱۳۲ ميلیونه يورو ورکړل سوي. او په دوهم کتارکي هند د ۹۰ ميليونو سره راځي.
« هندوستان زموږ څخه پور تر لاسه کوي او هغه بيا بيرته راکوي.»
د جرمني څخه د اوږدمهال پراختیايي مرستو د ترلاسه کولو نور هيوادونه د کانگو ډيموکراټيک، ويټنام او مصر هيوادونه دي. المان دغو ټولو هيوادونو ته تقريباً ۲،۲۸ مليارده يورو ورکوي.
ag/ زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅګزی