المان د افغان پوليسو د روزنې لپاره ۷،۵ مليونه نور ايرو ورکوی
۱۳۸۸ تیر ۱۷, چهارشنبهاعلان
اوسمهال آلمان د بلخ ولايت په دريو ولسواليو کې افغان پوليسو ته ترينګ ورکوی. دوی غواړي چې د راتلونکی کال تر پايه د بدخشان او کندوز په ولاياتونو کې هم افغان پوليس وروزي.
د آلمان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ۶۰۰ زره دالره به سږ کال د افغان دولت د موسساتو د پياوړتيا لپاره هم مرسته ورکړی.
۴۰۰ زره ايرو به په پکتيا کې د قومونو د ارتباط دفتر په نامه يوې ان جی او ته ورکړل شی، تر څو د طالبانو ضد جګړه کې د قومونو د ظعيف کيدلو مخه ونيسی.
په ټوليزه توګه سږ کال آلمان د افغانستان د بياودانولو لپاره ۲۱۵ مليونه ايرو لګوي.
يحيی وردک