آلماني ځواکونه افغانستان کې له طالبانو سره جگړو کې ښکېل راغلي
۱۳۸۸ مرداد ۱۳, سهشنبهبنيامين ووست Benjamin Wüst راليکي، آلماني عسکر له طالبانو سره په مرتبه توگه يوه دردوونکي جنگ کې ښکېل دي. دا د دې ښکارندويه نخښه ده، چې د دوی دنده له پلان څخه مخالفه پرمخ ځي. په ٢٠٠١ ميلادي کال کې د هغه وخت د پوځ وزير پطرشتروک ويل:
(پرېکړنده خبره دا ده، چې امريکايان له طالبانو او القاعدې سره د جنگېدونکو ځواکونو قومانده په لاس کې لري، په داسې حال کې چې موږ په صلح ساتونکو ځواکونو کې برخه اخلو. )
هدف دا وو، چې د ترهگرۍ په وړاندې د تل پاتې صلحې په نامه د امريکايانو د پوځي عملياتو او د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو ISAF تر منځ توپير په ډاگه شي. خو په عمل کې د دې دواړو دندو تر منځ پولې ډېر ژر له منځه ولاړې. د آلماني ځواکونو له ثبات راوړونکې دندې څخه جگړئيزه دنده جوړه شوې. له زيات وخت راهيسې آلماني عسکر نور څاگان، سرکونه او ښوونځۍ نه جوړوي، بلکه فيرونه کوي، جگړه کوي او وژل کوي.
د پوځ وزير فرانڅ يوزف يونگ نه غواړي افغانستان څخه بيا د ترهگرو روزنتون جوړ شي
(د جرمن د پوځ وزير فرانڅ يوزف يونگ په ډاگه کوي، زما په خيال، موږ هلته يوه د اهميت وړ دنده لرو، کومه چې د آلمان د وگړو د امنيت په خدمت کې ده، ځکه نه ښايي له افغانستان څخه بيرته د ترهگرانو د روزنې کمپ جوړ شي.)
د پوځ وزير فرانڅ يوزف يونگ دا دليل د هغو کسانو په وړاندې راوړي، چې له افغانستان نه د آلماني عسکرو د وتلو غوښتنې کوي. مخکيني د پوځ وزير شتروک هم لکه د يونگ غوندې ويل: له آلمان څخه په هندوکش کې هم دفاع کيږي. د ترهگري چارو پوهانو دا گواښ کړی چې: له کوم وخت راهيسې چې آلماني عسکر افغانستان ته ليږل شوي، په آلمان کې د ترهگري گذارونو خطرونه ډېر شويدي. ترهگري ډلو تېرو کالونو کې په خپلو ويډيويي پيغامونو کې په وار وار دا خرې څکولې، که چېرته جرمنيان له افغانستان نه ونه وزي، نور ورباندې به گذارونه کوي. اوس چې ټاکنيزه سيالۍ رواني دي، دا پوښتنه ډېره توده شوې، چې آيا په افغانستان کې پاتې شو او که ترې راووزو؟ د آلمان له کيڼ لاسو څخه لافونتين په ډاگه کوي:
افغانستان کې د امريکايانو له بمباريو سره گڼ شمېر کسانو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې
(په تېره بيا له هغه وخت راپدېخوا چې امريکايانو په افغانستان کې سرتاسري بمباري پيل کړې، يو زيات شمېر افغانانو خپلې بشپړې کورنۍ له لاسه ورکړېدي. دوی د غچ اخيستلو وجيبه پرغاړه لري. له دې کبله آلماني عسکرو ته افغانستان کې په صلح سره د دندې سر ته رسولو زمينه نه ده برابره شوې.)
اوسکار لافونتين او د ده چپې گوند ته څرگنده ده چې: دا دنده غلطه ده. د ټولپوښتنو له مخې، د آلمانيايو دوه پر دريه برخه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د راايستلو پلويان دي. لافونتين په پاروونکې ډول سره زياتوي: د ميرکل شتين ماير حکومت د اکثريت پرخلاف عمل کوي. په دې وروستيو کې له مسيحي سوسيال ټلوالې CSU څخه د امنيتي چارو کارپوه هانس پطر اول هم له افغانستان څخه د وتلو غوښتنه کړېده. مگر لوی گوندونه، سوسيال دموکراتان، آزاد دموکراتان، مسيحي دموکراتان او شنه ټول په افغانستان کې آلماني دندې ته د دوام ورکولو پلويان دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانگ والټر شتين مايرجوتوي:
(افغانستان هغه وخت بايللی دئ، کله يې چې موږ پرېږدو.)
بنيامين ووست/ عارف وردگ
کتونکی/ عارف وردگ