یوناما: په افغانستان کې ملکي تلفات لوړ شوي دي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۴, چهارشنبهانځور: په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی جان کوبیز
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي دفتر (یوناما) مشر جان کوبیز، د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل چې په ملکي تلفاتو کې دغه ډیروالی، په ۲۰۱۲ کال کې د ملکي تلفاتو تر ۱۲ سلنه ټیټوالي وروسته رامنځ ته شوی دی.
د کوبیز په خبره په افغانستان کې د روان کال له جنوري میاشتې څخه تر مارچ پورې ۴۷۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۸۷۲ تنه نور ټپیان شوي دي. کوبیز وویل: «زه یو ځل بیا د دولت له مخالفو ډلو څخه غواړم چې د ملکیانو په نښه کول بند کړي. زه همداراز له هغوی څخه غواړم چې په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو څخه کار وا نه خلي او همداراز له دغو ډلو څخه غوښتنه کوم چې د عبادت ځایونو په ګډون په عامه ځایونو کې بریدونه تر سره نه کړي.»
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ادارې مشر جان کوبیز د روان کال د اپریل میاشتې په دریمه نیټه په فراه ولایت کې د طالبانو له خوا تر سره شوی برید «له یوه جنگي جنایت څخه کم» و نه باله. د فراه ولایت په پېښه کې طالبانو د دې ولایت پر محکمې باندی وسله وال برید وکړ چې له کبله یې لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل شول او ۹۵ تنه نور ټپیان شول. ویل کیږي چې د فراه په پېښه کې طالبان د محکمې ټولې خونې لټولې وې، او هر څوک چې به یې لیده، ورباندې به یې ډزې کولې.
کوبیز همداراز د طالبانو د هغې بیانیې په اړه اندیښنه څرگنده کړه چې په کې ویل شوي دي چې اوس د افغانستان د محکمو کارکوونکي هم د هغوی له بریدونو سره مخامخیدای شي.
کوبیز همداراز پر افغان او ناټو ځواکونو هم غږ وکړ چې د ملکي وگړو د ساتنې له پاره نور اقدامات هم وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د Afghanistan NGO Safety Office په خبره د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیر کال همدې مودې په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ۴۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.