1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: کيدای سي طالبان د ملکي تلفاتو د لږېدو خبرو ته ليوال وي

مسعود جهش (AP)۱۳۹۱ اسفند ۳۰, چهارشنبه

د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کیمون، د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبان کیدای شي د افغانستان په جگړه کې د ملکي مرگ ژوبلې د کمیدو له پاره له ملگرو ملتونو سره خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/180Zh
United Nations Secretary-General Ban Ki-moon greets people before the start of a high level meeting in the U.N. General Assembly at U.N. headquarters Monday, Sept. 24, 2012. (Foto:Seth Wenig/AP/dapd)
UN Vollversammlung Ban Ki-moonانځور: AP

بان د طالبانو له خوا د ملکي تلفاتو په اړه وروستیو دوو ویناپاڼو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه ویناپاڼي کیدای شي له ملګرو ملتو سره خبرو ته د طالبانو لیوالتیا وښيي.

بان د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتو د امنیت شورا ته وویل: «زه د داسې یوه معنی لروونکي دیالوگ پلوي یم چې په پایله کې یې د ملکي وگړو د نه زغملو وړ مرگژوبله راکمه شي او د ملکیانو ساتنه وشي.»

په همدې حال کې د ملگرو ملتو یوه ویاند فرهان حق، ویلي دي چې «بان [د طالبانو او] ملگرو ملتونو تر منځ خبرو اترو ته اشاره کوله نه له افغان حکومت سره خبرو ته.»

د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې یوازې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې ۲۷۵۴ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. که څه هم په دې کال کې د ۲۰۱۱ کال په پرتله د ملکي وگړو مرگژوبله راکمه شوې وه، خو داسې ویرې شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي د افغانستان جگړه لا زور واخلي.

د ملگرو ملتونو په حواله طالبان او نوري وسله والې ډلي په افغانستان کې د ۸۱ سلنه ملکي تلفاتو پړه پرغاړه لري، خو طالبان له دې خبرې انکار کوي.

حق وویل چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ادارې (یوناما)، د روان کال د فبروري میاشتې پر ۲۲ نیټه له طالبانو څخه یو پرانیستی لیک تر لاسه کړی دی چې پکې د بشري حقونو د موضوع په اړه خبرو اترو ته بلنه شوې ده. د حق په خبره په دې لیک کې ډیر پام د ملکي کسانو ساتنې ته شوی دی.

بان همداراز د امنیت شورا ته په خپل وینا کې وویل چې افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو هم په داسې اقداماتو لاس پورې کړی دی چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي. بان وویل: «د دولت ضد ډلې هم باید اوس د خپلو ویناو او نړیوالو مسئولیتو پر اساس عمل وکړي او د ملکيانو په نخښه کولو، په ځانمرگو بریدونو کې د ماشومانو کارولو، د عامه ځایونو په نخښه کولو او ماينونو کارولو ته د پای ټکی کښیږدي.»

که څه هم په ۲۰۱۲ کال کې د ملکي تلفاتو په کچه کې لږوالی راغلی دی خو بیا هم په دې کال کې د ښځو او نجونو په مرگژوبله کې ۲۰ سلنه زیاتوالي راغلی دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ماموریت تمدید شو

د ملگرو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې د امنیت شورا پر وړاندې خبرې وکړې چې دې شورا په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ماموریت د ۲۰۱۴ کال د مارچ میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې تمدید کړ.

په دې ترڅ کې د امنیت شورا همداراز د افغان حکومت او د هغه د مخالفینو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ وکړ او تر ۲۰۱۴ کال وروسته یې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ماموریت اهمیت ته اشاره وکړه. په همدې حال کې شورا د افغانستان امنیتي ستونزو ته هم اشاره وکړه.

طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ولسمشر کرزي د حکومت او د هغه د بهرنیو ملگرو پر وړاندي په جگړه بوخت دي. که څه هم افغان حکومت څو واري طالبان د خبرو اترو میز ته رابللي دي، خو طالبان وايي چې یوازي له امریکا سره به خبرې وکړي ځکه د هغوی په وینا افغان حکومت په دې موضوع کې کافي صلاحیت نه لري.