1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو ته د جګړې د دوام بهانه نه ده پاتې»

میرویس جلالزی۱۳۹۲ فروردین ۷, چهارشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې (یوناما) پر طالبانو باندې غږ کړی چې له زور زیاتي څخه لاس واخلي. په کابل کې د یوناما مشر یان کوبیچ، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې طالبان نور د جګړې له پاره کومه پلمه نه لري.

https://p.dw.com/p/184w9
انځور: DW/Hosain Sirat

کوبیچ زیاته کړه چې بهرني سرتیري به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي او طالبانو ته په کار ده چې اوس د یوه آباد افغانستان په اړه فکر وکړي او سیاسي ډیالوګ ته راوړاندې شي.

د یوناما د مشر په خبره دغه سازمان په پوره قوت سره په افغانستان کې د ورستیو لاس ته راوړنو ملاتړ کوي.
د یوناما د مشر په خبره دغه سازمان په پوره قوت سره په افغانستان کې د ورستیو لاس ته راوړنو ملاتړ کوي.انځور: AP Graphics

کوبیچ ټینګار وکړ چې یوناما به سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې خپل ملاتړي رول ته دوام ورکړي. هغه وویل: «په افغانستان کې د جګړې یوه بهانه د طالبانو له پاره دا وه چې په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر ضد جنګیږي. خو اوس دا حضور هم پای ته رسیږي او یو بهرنی جنګي سرتیری به هم تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي. طالبان باید د سولې له بهیر سره یو ځای شي او د یوه آباد افغانستان له پاره لاس په کار شي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د مشر په خبره د امنیت شورا په افغانستان کې د دوي ماموریت د یوه بل کال له پاره هم اوږد کړ. هغه وویل چې په راتلونکي کال کې به د یوناما د کارونو یوه لویه برخه په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسي دوامداره څارنه او د هغې ملاتړ وي.

د یان کوبیچ په خبره ملګري ملتونه په قطر کې د طالبانو او افغان مشرتابه تر منځ د احتمالي خبرو اترو په اړه چې په راتلونکو ورځو کې به وشي خوشبینه ده او د هر هغه خوځښت ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته لاره هوارولای شي.

د نوموړي وویل: «په دوحه کې د سولي د عالي شورا او طالبانو د استازو تر منځ د سولې او پخلاینې د خبرو له پاره د دفتر د جوړیدو او د خبرو د تر سره کیدو ملاتړ کوو. د ولسمشر کرزي له دې پلان څخه خوښ یو چې دوحې ته روان دی. موږ تمه لرو چې تر خبرو اترو وروسته یو ښه پیغام تر لاسه شي.»

ملګري ملتونه وايي چې که چیرې دا ځل په دوحه کې کرزی او د وسله والو طالبانو استازي سره وګوري نو کابل ته تر راتګ وروسته به ملګري ملتونه هم له ولسمشر کرزي د خبرو په ځینو برخو کې مذاکرې ولري. کوبیچ ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه غواړې د سولې په بهیر کې د بشري حقونو ساتلنه، د لږکیو او ښځو د حقونو درناوی او ولسواکۍ ته ژمنتیا څرګنده شي.

د سولې له پاره ټولنیزې هڅې

ښاغلی کوبیچ وویل چې سازمان یې د افغانستان په کچه له بیلا بیلو سیاسي ډلو او ټولنیزو قومي شورګانو سره هم د سولې او پخلایني یوه بین الافغاني پروسه پر مخ بیایي چې دوهم پړاو یي پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «په همدې حال کې موږ له سیاسي قوتونو سره البته یوازې په کابل کې نه بلکې په ټولو ولایتونو کې ولسي ډیالوګونه پیل کړي دي.»

د یوناما د مشر په خبره دغه سازمان په پوره قوت سره په افغانستان کې د ورستیو لاس ته راوړنو ملاتړ کوي او په هر راز خبرو اترو کې باید بشري حقونه او د ولسواکۍ نور اصول په پام کې ونیول شي.

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر په قطر کې له وسله والو طالبانو سره د سیاسي مسایلو پر سر خبرې اترې وکړي خو طالبانو تر اوسه د خبرو له پاره د چمتو والي شین څراغ نه دی ښولی.