1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريکټ بورډ پر درو افغان لوبغاړو بندیزونه لګولي

۱۴۰۲ دی ۵, سه‌شنبه

د افغانستان کریکټ بورډ د ملي ټيم له درو لوبغاړو مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او نوین الحق څخه د يو کلن قرارداد امتیاز اخیستی دی. بورډ دغه لوبغاړي د «ملي ګټو خلاف» کړنه تورن کړي او وايي پریکړه به ېې له آي سي سي سره شرکوي.

https://p.dw.com/p/4aZzk
Cricket | Afghanistan - England
انځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

د افغانستان کریکټ بورډ (ACB) په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغو درو لوبغاړو ورڅخه غوښتي دي چې دوی دې له مرکزي قرارداد څخه وباسي او په بهرنیو ليګونو کې دې ورته د لوبو کولو اجازه ورکړل شي.

خو د افغانستان کریکټ بورډ د دغو لوبغاړو غوښتنې د «دغې ادارې او ملي ګټو خلاف عمل» بولي او وايي چې د دغې قضيې د څېړنې له پاره يې یوه کميټه ګمارلې وه چې اوس ېې نهايي پريکړه کړې ده.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

بورډ د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دغې کميټې ورته داسې ويلي دي: «فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کريکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي.»

په اعلامیه کې د ټاکل شوې کمېټې د یو غړي له قوله راغلي دي چې دغو لوبغاړو همدارنګه ويلي دي چې «باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي» چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه.

د افغانستان کريکټ بورډ وايي چې د ټاکلې کمېټې له خوا تر څېړنو وروسته یې پريکړه کړې ده چې دغو درو لوبغاړو ته به د یو کال له پاره مرکزي قراردادونه نه ورکول کیږي او همدارنګه د راتلونکو دوو کلونو له پاره به په هېڅ بهرنیو لیګونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

بورډ زیاته کړې ده چې خپله دغه پریکړه به د کریکټ له نړېوالې شورا، د کريکټ آسیا شورا او نورو کريکټ بورډونو سره شريکوي.

په بندیز لګول شوو افغان لوبغاړو کې یوی هم مجیب الرحمن دی چې د کلکته نایت رايډرز ټيم په ۲۴۱ زره امریکايي ډالرو اخیستي دی
په بندیز لګول شوو افغان لوبغاړو کې یوی هم مجیب الرحمن دی چې د کلکته نایت رايډرز ټيم په ۲۴۱ زره امریکايي ډالرو اخیستي دیانځور: GIUSEPPE CACACE/AFP

د اعلاميه په پای کې ويل شوي دي چې د افغانستان کریکټ بورډ دغه پریکړه «ملي ګټو ته په پام سره کوي.» په وينا ېې د ادارې د اصولو او قوانينو پر اساس باید تر هرڅه دمخه «ملي ګټې لومړيتوب ولري او شخصي ګټو ته پرې هېڅوک لومړيتوب ور نه کړي.»

د افغانستان کریکټ بورډ دغه پریکړه داسې وخت اعلانوي چې سپينر توپ اچونکی د هندوستان د راتلونکي کال غوره ليګ (آی پي ال) ته اخیستل شوي دي. مجیب الرحمن د کلکته نایت رايډرز ټيم په ۲۴۱ زره امریکايي ډالرو اخیستي دی.

همدارنګه تيز توپ اچونکي نوین الحق او فاروقي هم له دغه ليګ سره قراردادونه کړي دي.

(Reuters)mks/nz

له آرشیف څخه:

د کریکټ نړیوال جام؛ کریم صادق راشد خان ته څه ویلي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل