1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسترالیا

راشد خان سږکال په بیګ باش ټورنمنټ کي نه لوبيږي

۱۴۰۲ آذر ۲, پنجشنبه

د اسټرالیا یوه خبرپاڼه وایې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د اسټرالیا د راتلونکي بېګ باش لوبو کې ګډون نه کوي.

https://p.dw.com/p/4ZLH2
 د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خانانځور: Arun Sankar/AFP via Getty Images

د اسټرالیا یوه خبرپاڼه وایې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د اسټرالیا د راتلونکي بېګ باش لوبو کې ګډون نه کوي. د دې کار دليل د راشد خان د ملا په برخه کي ستونزه ښوول شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د بیګ باش شل اوریزې تجارتي لوبې به سږکال د اووم کال له پاره ترسره شي. 

په دې سیالیو کې د اډلیډ سټرایکرز کرېکټ عمومي مدیر ټیم نېلسن وايي: «راشد د سټرایکرانو یو محبوب غړی او د مینه والو د خوښې وړ دی، چې له اوو کلونو راهیسې زموږ سره دی؛ نو د خان په نه شتون کې به دا دوبی بې خونده وي.»

همداراز هغه زیاته کړې ده چې راشد د اډیلیډ سټرايکرز سره مینه لري، او موږ پوهیږو چې هغه د بیګ باش په ټورنمنټ کې د لوبیدو څومره مینه وال دی، او موږ د هغه د درملني ملاتړ کوو څو اوږد مهاله یې په خپلو لوبو کې ولرو. 
راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې د بیګ باش تجارتي سیالیو کې د سټرایکرز لوبډلې له پاره لوبې پیل کړې او ۱۷.۵۱ په اوسط ډول یې ۹۸ ویکټې اخیستې دي.

د کریکټ نړیوال جام؛ کریم صادق راشد خان ته څه ویلي؟

وروسته له هغې چې د انګلستان تکړه توپ وهونکی هیري بروک د ډیر کاري حجم له امله د اسټرالیا د میلبورن لوبډلې سره له لوبیدو څخه ډډه وکړه، د راشد خان نه شتون د بیګ باش ټورنمنټ له پاره یو بل ګوزار دی.