1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ډیر امریکايي ځواکونه به له افغان عسکرو سره گډه ګزمه کوي»

۱۳۹۶ آذر ۸, چهارشنبه

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان ویلي دي چي په ۲۰۱۸م کال کې به ډیر امریکایي ځواکونه چې له افغان عسکرو سره ګډه ګزمه کوي، طالبان پر شا وتمبوي.

https://p.dw.com/p/2oRZS
US Armee Soldat DeMaiwand Kandahar
انځور: Reuters

په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسون ویلي دي چې تر «زرو زیات» سلاکاران به د راتلونکي کال د جګړې په موسم کې په ګډو پوځي عملیاتو کې برخه ولري. ويل شوي دي چې د دغو ځواکونو شمیر به د یوه کنډک په سطحه وي.

د امریکایي ځواکونو لږ شمیر يې سږ کال هم دغه کار کوي، خو د نکلسون په خبره شمېر به يې زيات شي. دغه امریکایي قوماندان ویلي دي چې «دا به یو لوی خطر وي». خو په دې برخه کي يې هوایي ملاتړ او د څارنې ظرفیت ته اشاره وکړه.

دغه اقدام د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د افغانستان او سیمې له پاره د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې په اګست میاشتې کې يې اعلان کړه. د ستراتيژۍ يوه برخه په هوایي بریدونو کې زیاتوالی او افغانستان ته د نورو۳۰۰۰ اضافي عسکرو لیږل دي.

په دغه ستراتیژي کې له پاکستان سره اړیکي هم شاملي دي، چې ترمپ په غوسې سره پر اسلام آباد باندي تور ولګاوه چې د ګډوډۍ عاملانو ته پټنځایونه ورکوي. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن هم ویلي دي چې ډیر افراطیان په پاکستان کې پټنځایونه مومي.

نیکلسون د دې په تائیدولو سره چې پاکستان «په دننه کې د تندلارو پر وړاندې په سخته جګړه بوخت دی» خو د اسلام آباد له لوري د کوم بدلون نخښې نښانې نه لیدل کیږي.

د نیکلسون په خبره د طالبانو غړي چې له حقاني شبکې سره تړاو لري د ډیورنډ کرښې پاکستان اړخ ته اوس هم پټ دي. نیکلسون زیاته کړې ده: «هغه تمه چې موږ لرله پوره شوې نه ده. موږ تر اوسه د هغه بدلون شاهدان نه یو چې عملي شوي دي او موږ هیله من یو ... چې له پاکستانیانو سره په ګډه کار وکړو، څو هغه ترهګر چې د ډیورنډ له کرښي اوړي له منځه یوسو.»

نیکلسون تر دې وړاندې د نورو قوماندانانو په څیر د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې په هکله یو مثبت لرلید وړاندې کړی او پر دې یي ټینګار کړی دی چې جګړه له ستونزمن حالت څخه ښه حالت ته ورګرځي. هغه وړاندوینه کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونه به په راتلونکو دوو کلونو کې د نفوس پر۸۰ سلنه سيمه باندي کنترول ولري.

s.r/n.z (AFP)