1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين: روسيه غواړي چې د اوکراين جګړه پای ته ورسيږي

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د روسيې جمهور رئيس ويلي دي چې د دښمنۍ شدت تل د زيانونو باعث کيږي او ټولې وسله والې شخړې يوازې د ديپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کيدلی شي. هغه پر امريکا د روسیې د کمزوره کولو په موخه د اوکراين د استعمال تور لګولی دی.

https://p.dw.com/p/4LM3O
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتينانځور: Sergei Fadeichev/TASS/dpa/picture-alliance

ولسمشر ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې «د دې جګړې پای ته رسول زموږ هدف دی. موږ هلې ځلې کوو او هڅو ته به مو دوام ورکړو څو یې د پای ته د رسېدو په اړه ډادمن شو او دا کار چې څومره ژر وشي هومره به ښه وي.»

پوتين وويل چې په کيف او واشنګټن کې حکومتونو د جګړې د ختمولو په خبره غوږونه ګاڼه اچولي دي او تور یې ولګاوه چې امريکا د روسيې د ضعيفولو له پاره اوکراين د جګړې د ډګر په توګه کاروي.

پوتین په اوکراین کي د روسیې له بري څخه ډاډه دی

نوموړي وويل چې ده تل ويلي دي چې د دښمنۍ زياتېدل هميشه د زيانونو باعث ګرځي او ټولې وسله والې شخړې يوازې د ديپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې پای ته رسيدلی شي.

د سپينې ماڼۍ وياند جان کیبري په دې ترڅ کې ويلي دي چې پوتين «هيڅ داسې اشاره نه ده کړې چې ګواګې هغه مذاکراتو ته چمتو دی» څو یې له لارې جګړه پای ومومي.

نوموړي د يوې آنلايني غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل دا خبره «بالکل برعکس ده.» هغه زياته کړه: «هر څه چې هغه [پوتین] پر ځمکه او هوا کې کوي د دې ثبوت دی چې هغه غواړي د اوکراين پر خلکو تشدد ته دوام ورکړي او جګړه لا پسې پراخه کړي.»

بایدن په شرایطو د پوتین سره خبرو ته حاضر دی

کیربي وويل چې د امريکا ولسمشر جو بایدن له پوتين سره خبرو ته چمتو دی خو يوازې په هغه صورت کې چې د روسیې ولسمشر «د مذاکراتو په اړه جديت وښيي» او همدا راز له اوکراين او د امريکا له متحدينونو سره تر سلامشورو وروسته.

پوتین: مخالفين چې څومره ژر په خبره پوه شي ښه به وي

پوتين له خبريالانو سره د خبرو په ترڅ کې زياته کړه چې ښکيلو خواو ته په کار وي چې ژر تر ژره په راټوليدو او په خبرو سره مسئلې حل کړي. هغه وويل: «او [په کیف کې] زموږ مخالفين چې څومره ژر په دې خبره پوه شي هومره به ښه وي.»

په مسکو کې نورو چارواکو هم په دې تېرو څو میاشتو کې په څو ځلي ويلي دي چې دوی له اوکراين سره خبرې اترې هیڅکله نه دي رد کړي. هغوی د ديپلوماسۍ د لارې د تړلو پړه د اوکراین پر ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ور اچوي. زيلنسکي ويلي ول چې تر څو پوتین په واک کې وي تر هغه وخته پورې به له روسیې سره هیڅ ډول خبرې ونه کړي.

زيلنسکي له واشنګټن څخه راستون شوی

ولوديمیر زيلنسکي له واشنګټن څخه بیرته کيف ته راستون شوی دی. نوموړي په واشنګټن کې د امريکا کانګرس ته د وينا پر وخت وويل چې هېواد یې د روسیې د اشغال پر وړاندې کلک ولاړ دی او هوډ لري چې هیڅکله به تسليم نه شي.

ولوديمير زيلسنکي د امريکا کانګرس ته وينا وکړه
ولوديمير زيلسنکي د امريکا کانګرس ته وينا وکړهانځور: Cliff Owen/ZUMA Wire/IMAGO

نوموړي له اوکراين څخه د ملاتړ او مرستې له کبله د بایدن ادارې او له امريکايانو څخه مننه وکړه او له اوکراين څخه دفاع یې په نړيوال ثبات کې پانګونه وبلله.

زیلنسکي: اوکراین په کلکه ولاړ دی او هیڅکله به تسلیم نه شي

د چهار شنبې په ورځ په واشنګټن کې د زيلنسکي هرکلی د يوه اتل په شان وسو. د بایدن ادارې اوکراين ته د ۱،۸ میليارده ډالرو په ارزښت د وسلې او تجهیزاتو د ورکړې ژمنه وکړه چې يو پاتريوت دافع هوا سیسټم هم پکې شامل دی.

پوتين خبردراری ورکړی چې له دې کار سره د اوکراین شخړه نوره هم پراخيدلی شي. هغه وويل: «هغه خلک چې زموږ سره په مقابله کې دي وايي چې دا وسلې د دفاعي استعمال له پاره دي... خو د دې د بې کاره کولو لاره به تل موجوده وي.»

هغه زياته کړې ده چې د امريکا پاتريوت دافع هوا سيسټم ډېر زوړ دی او «موږ به اوکراين ته د ورکړل شويو پاتريوت دافع هوا سيسټم سره د سيالۍ لاره هم پيدا کړو.»

د کيف پر ښاري سيمو د هوايي بريدونو دوام

کريملن تر دې دمخه ويلي دي چې بایدن او زيلنسکي د «روسیې اندېښنو» ته غوږ نه نيسي. د کریملن وياند ديمتري پيسکوف ويلي ول: «د دونباس په سيمو او کليو کې د استوګنې پر کورونو د دومدارو هوايي بريدونو پر ضد زيلنسکي د خبرداري هیڅ يوه جمله هم نه ده ویلې او نه یې هم د سولې له پاره رښتنې غوښتنه کړې ده.»

هغه وويل چې «له دې څخه څرګنديږي چې امريکا له روسیې سره د غير مستقيمې جګړې پر مخ وړلو له پاره اوکراین د وسلې په توګه کاروي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه: