1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن په شرایطو د پوتین سره خبرو ته حاضر دی

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس جوبایدن د روسیې جمهوررئیس ولاد یمیر پوتین ته د خبرو کولو پیشنهاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KO2n
Indonesien Krisentreffen bei G20-Gipfel
انځور: The Yomiuri Shimbun via AP Images/AP Photo/picture alliance

بایدن د یوه شرط په حیث د روسیې د امادګۍ ښکاره کولو څخه یادونه وکړه، د کوم پراساس چي د اوکراین پرضد جنګ ختم کړي. هغه وویل، داسي یوه خبره لا تر اوسه پوري نسته.

بایدن په سپینه ماڼۍ کي د فرانسې د جمهوررئیس، ایمانویل مکرون سره د یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چي دی به په یوازي سر د پوتین سره خبري و نه کړي، بلکي د ناټو د متحدینو سره یوځای. بایدن اضافه کړه چي فعلأ داسي یو عاجل پلان وجود نه لري، چي څه وخت د پوتین سره تماس ونیول سي.