1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي: اوکراین په کلکه ولاړ دی او هیڅکله به تسلیم نه شي

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د اوکراین ولسمشر د امریکا کانګرس ته په وینا کې ویلي چې پر ټولو نامساعدو شرایطو سربیره اوکراین د روسیې په خلاف په کلکه ولاړ دی. د امریکا ولسمشر د پوتین له خوا پیل کړي«ظالمانه جنګ» کې د کیف یوازې نه پریښولو ژمنه تکرار کړه.

https://p.dw.com/p/4LJUf
USA Biden Zelenskyy Washington PK
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance

په فیبرورۍ کې د اوکراین پر ضد د روسیې له خوا تر پیل کړې جګړې وروسته دا د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي لومړنی بهرنې سفر دی. زیلنسکي د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل چې هیواد یي هوډ کړی چې هیڅکله به هم د روسیې پر وړاندې وسلې پر ځمکه کې نږدې.

نوموړي په داسې حال کې چې د امریکا قانون جوړونکو ورته لاسونه پړکول وویل: «د امریکا په پارلمان کې حضور او کانګرس ته وینا کول زما له پاره ډېر د ویاړ خبره ده. د هر ډول بربادۍ، تیارو یا تورتم سربیره به اوکراین هیڅکله هم سر ټيټ نه کړي.» هغه وویل: «موږ په رواني جګړه کې روسیې ته ماته ورکړې ده.»

د اوکراین ولسمشر په داسې یو وخت کې د امریکا کانګرس ته وینا کوي چې د امریکا قانون جوړونکي د ۱،۷ تریلونه ډالره بودیجې پر تصویبولو بحث کوي. په دې کې نږدې ۴۵ میلیارده ډالره په اوکراین کې د پوځي او نظامي مرستو له پاره په پام کې نیول شوي دي.

روسيه له چين او بېلاروس سره جلا جلا پوځي تمرینات پيلوي

امریکا به له اوکراین سره د ۱،۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت اضافي امنیتي مرستې هم وکړي، په کوم کې چې به د توغندیو دفاعي سیستم «پیتریات» هم شامل وي. 

زیلنسکي د کانګرس استازو ته د اوکراین ملي بیرغ ډالۍ کړ

د اوکراین ولسمشر د دغه هیواد په ختیځه جبهه باخموت کې د ګومارل شوو سرتیرو له خوا لاسلیک شوی بیرغ د امریکا قانون جوړونکو ته ډالۍ کړ. په دې سیمه کې له څو میاشتو راهیسې د روسي او اوکرایني عسکرو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته دا امریکا ته د زیلنسکي لومړی سفر دی
پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته دا امریکا ته د زیلنسکي لومړی سفر دیانځور: Ukrainian Presidential Press Service/REUTERS

زیلنسکي وویل چې راتلونکې کال به د اوکراین په جګړه کې یو مهم تغیر رامنځته کړي، کله چې د اوکراین د ولس صبر او د امریکا د خلکو اراده په ګډه زموږ د خلکو او آزادۍ تضمینه کړي.

نوموړي خپله ټوله وینا په انګلیسې ژبه وکړه او وې ویل چې د امریکا د ولسمشر جو بایدن د ۱۰ نقطه یي د سولې پروګرام ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د اوکراین خلک به د جګړې سربیره کریسمس ولمانځي، ځکه له برېښنا څخه د محرومیدو سربیره «زموږ د ایمان رڼا خاموشه کیدلی نه شي.»

مخکې تر دې د امریکا ولسمشر وویل هغه «ظالمانه جنګ» چې  ولادیمیر پوتین شروع کړی دی د ختمولو اراده یي نه لري. جو بایدن وویل چې اوکراین به یوازې پرې نږدې.

د امریکا ولسمشر د زیلنسکي په مخاطب کولو سره وویل: «د امریکا ولس او نړۍ د اوکراین د جنګ او په ۲۰۲۳م کال کې په متحد ډول سره د مقابلې په اړه غواړي له تاسې څخه په مستقیم ډول واوري.»

تر کریسمس وروسته د جګړې ختمولو له پاره د زیلنسکي وړاندیز

زیلنسکي له هر هغه امریکايي څخه مننه وکړه چې د روسيې د جګړې پر ضد یي د اوکراین مرسته کړې. هغه وویل: «امریکا او ولس یې چې د نقدو پيسو او وسلې په شکل کې له اوکراین سره مرسته کړې ده، هغه یوازې خیرات نه دی، بلکې د نړیوال امنیت له پاره د امریکا پانګونه ده او موږ ژمنه کوو چې هغه به په مسئولیت سره استفاده کوو.»

پر اوکراین جګړه د دیموکراسۍ له پاره ازموېنه ده

زیلنسکي وویل چې پر اوکراین د روسیې حمله د نړۍ د دیموکراسۍ له پاره یو امتحان دی او له امریکا څخه غوښتنه کوو چې د مالي مرستې او وسلو په شکل کې دې خپلې مرستې جاري وساتي او پر روسیې دې بندیزونه لا زیات کړي.

کیف: د اوکراینيانو د ستالین د وخت عمدي وژنه تکراریږي

ولسمشر زیلنسکي په خپله وینا کې وویل چې هغه ژمنه کوي چې د جګړې د ختمولو له پاره هیڅ ډول جوړ جاړی یا سازش نه کوي. هغه وویل چې اوس هم د سولې مذاکراتو په هکله خبرو ته تیار دی. خو د «پر عدالت ولاړې سولې» څخه زما هدف دا دی چې د خپلواکۍ، آزادۍ او سیمه ایز ثبات سره باید هیڅ ډول مصلحت ونه شي.

د زیلنسکي له راتګ څخه لږ مخکې امریکا اوکراین ته تر اوسه پورې د تر ټولو ډیرو وسلو ورکولو اعلان وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن وویل چې امریکا به له اوکراین سره د ۱،۸۵ ميليارده ډالرو اضافي پوځي مرستې وکړي، په کوم کې چې د پیترویات په نامه د توغندیو د هوایي دفاع سیستم انتقالول هم شامل دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز