1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

په کابل کې خونړی برید په ملي او نړېواله کچه وغندل شو

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

په کابل کې پر يوه ښوونيز مرکز په بريد کې تر ۲۰ ډېر زده کوونکي وژل شوي او په لسهاوو نور ټپیان شوي دي. د قربانیانو خپلوان د پېښې له ځایه غمجنې او زړه بوږنونکي کېسې لري.

https://p.dw.com/p/4HalH
په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز برید
په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز بریدانځور: AFP

د کابل ختیځ د دشت برچې سیمې د «کاج» په نوم روزنیز مرکز کې لسهاوو زده کونکي د کانکور د یوې آزمایښتې آزموینې له پاره راټول شوي ول، چې د عیني شاهدانو په وینا ځانمرګي بریدګر یې په منځ کې په ځان پوري تړلي توکي وچول.

علي د هغه زده کوونکي پلار دی چې زوی یې د پېښې له ځایه ژوندی وتلی، د خپل زوی له قوله دویچه ویله ته ویلي دي، چې د آزموینې پاڼې وېشل کېدلې چې له بهره د ډزو غږونه واورېدل شول.

«له ډزو څو شېبې لا نه وې تېرې چې ځانمرګی برید ګر ټولګي ته داخل شو.»

د عینې شاهدانو په وینا د ټولګي په لومړيو کتارونو کې تر ډېره نجونې ناستې وې، چې د پېښې له ځایه یې د تېښتې مجال نه درلود، نو ځکه ډېري  قربانیانې هم نجونې دي.

مهدي ترکاني همدغه روزنیز مرکز ته نیږدې ژوند کوي، هغه وویل له پېښې ۱۵ دقیقې وروسته هلته ورغی او ډېر ټپیان یې ولېږدول: «نن چې زه هلته ولاړم او د صحنې شاهد وم، باور وکړی چې په خپل شتوالي وشرمېدم بالاخره موږ څه وکړو، ډېر ناوړه وضعیت ؤ، هغه ساندې چې میندې او پلارونو کولې تحمل یې ډېر سخت ؤ.»

اړوند مطالب:کابل کې پر يوه ښوونيز مرکز ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د پېښې دغه عیني شاهد وايي، دولتي مرستندویان او امبلانسونه په سیمه کې نه ول، یواځې ځايي خلک د مړو او ټپیانو په لېږدولو کې بوخت وو.

په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو بیلابیلې شمېرې خپرې شوي، خو د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند د ۱۹ کسانو د وژل کېدو او ۲۷ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.

غبرګونونه

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد دا پېښه غندلې او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې.

نوموړي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د عاملینو په پيدا کولو او مجازات کولو کې به، په جدیت سره اقدامات ترسره شي. ان شاءالله.»

اړوند مطالب:کابل کې پر ښوونځی برید، میندې د اولادونو د ارمانونو کیسې کوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي دي چې پر زده کوونکو برید د بشر ضد عمل او د هېواد د پرمختګ د دښمنانو ښکاره د سېسه ده.

د دغه برید مسؤلیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی، خو د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي چې دا د داعش د خراسان څانګې د ۲۰۱۸م کال په عیني ځای او مرکز د برید تکرار دی.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر ښوونیزو مرکزونو باید بریدونه پای ومومي، د افغانستان پر راتلونکي بریدونه ودروی.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دغه برید چې قربانیان یې ځوانان او ماشومان دي، غندلی دی.

«دغه لوی وحشت کلمې نه شي بیانولی.»

دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما او افغانستان له پاره د امریکا نوې ګومارلي شوې سفیرې هم په کابل کې پر زده کوونکو برید په سختو ټکو غندلی دی.