1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې پر ښوونیز مرکز ځانمرګي برید سخته مرګ، ژوبله اړولې

امید دیدار
۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د کابل پر يوه ښوونيز مرکز په ځانمرګي بريد کې شاوخوا ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۲۷ زيات ټپيان شوي دي. بريد د ازمايښتي کانکور ازمويني پرمهال شوی دی.

https://p.dw.com/p/4HZH3
کابل کې پر ښوونیز مرکز له بریده وتلې زده کوونکې
کابل کې پر ښوونیز مرکز له بریده وتلې زده کوونکېانځور: AFP/Getty Images

د جمعې په ورځ سهار وختي د کابل په دشتي برچي سيمه کې د کاج په نوم پر یوه ښوونیز مرکز باندي ځانمرګی برید شوی دی، چې تر اوسه ترې د ۱۹ کسانو د وژل کېدو او ۲۷ ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.

د مرګ، ژوبلې دا شمېرې د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته تایید کړې. هغه وویل چې ځانمرګی برید په کاج ښوونیز مرکز کې د ازمایښتي کانکور پر مهال شوې دی.

کابل کې له یوې چاودنې وروسته طالب وسله وال د پېښې ځای کې ولاړ دي
کابل کې له یوې چاودنې وروسته طالب وسله وال د پېښې ځای کې ولاړ ديانځور: Ali Khara/REUTERS

د عیني شاهدانو له قوله، په پېښه کې ډېر قربانیان زده کوونکې او نجونې دي. ځینو سرچینو بیا د مرګ، ژوبلې شمېرې لوړې ښودلي دي.کابل: په چاودنه کې د مړو شمېر ۲۱ کسانو ته پورته شوی

رویترز خبري آژانس په کابل کې د روغتیايي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې په دغه  پېښه  کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. ياد آژانس د طالبانو د ځینو سرچینو له قوله د ژوبلو کسانو شمېر ۳۳ ښودلی دی او لیکلي يې دي چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.

پر خواله رسنیو د پېښې له ځایه او له مختلفو روغتونونو خپرو شویو ویډیوګانو کې د لویانو او ډېرو ځوانانو جسدونه ښکاري، چې څادرونه پرې هوار شوي دي.

داعش د کابل د شنبې ورځې د چاودنې مسئوليت هم ومانه

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی، خو په افغانستان کي د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسي په کابل په ځانګړې توګه دشتي برچي سيمه کي د دغه شان بريدونو مسئوليت اکثراً داعش ډله پر غاړه اخلي.

کابل کې پر درمسال تر برید وروسته د سیمې وضعیت