په کابل کی د پارلمانی استازو لاریون
۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سهشنبهد کارپوهانو په حواله اوس مهال افغانستان د اساسي قانون په یوه کړکیچ کي بند پاتي دی. دغه کړکیچ د تیر کال پارلماني ټاکنو څخه وروسته رامنځ ته شو. د افغانستان د ټاکنو کړکیچ خو بیا هغه وخت لا پسی زور واخیست ، چي د درغلیو د تورونو له وجی له پارلمان څخه د ځینو استازو د وتلو غوښتنه وشوه.
ولسمشر حامد کرزی، تیره اونۍ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دنده ورکړه چي په دغه هیواد کي د ټاکنو روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي او دا پریکړه وکړي چی د افغانستان د پارلمان به څه شمیر او کوم استازی له خپلو دندو څخه د درغلیو په تور ګوښه شي.
د نني لاریونو په اړه د کابل د پولیسو یوه ویاند، حشمت ستانکزي، د فرانسي خبري اژانس ته وویل چي د 3000 په شاوخوا کي د افغانستان د پارلمان غړي او ملاتړ کونکي يي د افغانستان د پارلمان په شاوخوا سړکونو کي لاریون په لاره واچوه.
لاریون کونکي د ټاکنو د پایلو د بدلون مخالفت کاوه. دغه شمیر استازی او ملاتړ کونکي یې غواړي چي د افغانستان د ټانکو پایلي په هغه ډول چی لومړي اعلان شوي پاتي شي.
دا په داسي حال کي ده چي د کابل د پولیسو ویاند وایي چې دوی د لاریون سیمه تر خپل کنترول لاندي لري او سیمي ته اضافي پولیس استول شوي ترڅو د احتمالي پیښو مخنیوی وکړي.
په سیمي کي د فرانسي خبري آژانس یوه خبریال په سوله ایز ډول د لاریون د ختمیدو خبر ورکړی دی.
تیره میاشت، د ولسمشر کرزی لخوا جوړي شوي د ټاکنو ځانګړي محکمي پریکړه وکړه چی د دغه هیواد له پالمان څخه باید 62 استازی ځکه وایستل شي چې د محکمي په باور دغه کسان د درغلیو په پایلي کي د افغنستان پارلمان ته راغلي دي.
دا په داسی حال کی ده چی په کابل میشت دیپلوماتان او کارپوهان وایي چي ښایی د افغانستان د ټاکنو ځپلواک کمیسیون د پارلمان څخه د وتونکو استازو شمیر راټیت کړي.
د افغانستان د د تیرکال د پارلمانی ټاکنو مسأله په دی وروستیو کي د دغه هیوادو یوه له ډیرو مهمو او شخړه ایزو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم