1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د درغليو په اړه دي د ټاکنو کمېسيون پرېکړه وکړي

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د چهار شنبې په ورځ يو فرمان صادر کړی دی چي پکښي د ټاکنو پر کميسيون ږغ سوی دی چي د ټاکنو د ځانگړي محکمې د پرېکړو په ړنا کي دي عمل وکړي.

https://p.dw.com/p/12E6d
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر
د ټاکنو د خپلواک کمېسيو مشرانځور: AP

حامد کرزي د چهارشنې په ورځ د ټاکنو و خپلواک کميسيون ته خپل نوی فرمان سپارلی دی. د دغه نوي فرمان له مخي د ټاکنو و خپلواک کميسيون ته دنده سپارل سوې ده چي «په سمدلاسه توگه» د پارلماني ټاکنو په هکله خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

حامد کرزي خپل وروستی فرمان پداسي حال کي صادر کړی دی چي بعضي څارونکي پدې هيله وه چي د کرزي نوی فرمان به د حکومت او ولسي جرگې تر منځ ستونزو ته د پای ټکی کښيږدي. دغه ستونزې هغه وخت را پيدا سوي وې کله چي په پارلماني ټاکنو کي د درغليو د څېړلو لپاره حامد کرزي يوه ځانگړې محکمه په کار گومارلې وه. خو د حامد کرزي نوي فرمان اوس د دغې ستونزې په تړاو نوي پوښتنې رامنځ ته کړي دي.

د فرمان له مخي په ټاکنو کي د درغليو ځانگړې محکمه هم منحل کړل سوې او د حکومت نورې ټولې ادارې د دې څخه راگرځول سوي دي چي د پارلماني ټاکنو د نوموړي کړکېچ په موضوع کي مداخله وکړي.

د نوي فرمان له مخي به دا د ټاکنيز کميسيون دنده وي چي پدې هکله پرېکړه وکړه چي په درغليو تورنو د پارلمان د کومو وکيلانو استازيتوب فسخه اعلانوي. د 2010م مېلادي کال د سپتمبر په مياشته کي چي کله د پارلمان ټاکنې تر سره کېدې نو پکښي د درغليو ږغونه پورته سوي ول.

په پارلماني ټاکنو کي د درغليو تورونه يوه شخړيزه موضوع پاته سوېده. پدې لړ کي په درغليو تورنو وکيلانو او د درغليو تور لگوؤنکو کانديدانو په خپل خپل وار په کابل ښار کي احتجاجونه هم کړي دي. په کابل کي د لويديځو هيوادونو سفيرانو هم دغه موضوع په ډېر دقت او ځيرتيا سره څارلې ده.

دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو وروسته رامنځ ته سوي پايلي سمي بللي وې او د بريالي سوؤ کانديدانو نومونه يې اعلان کړي ول. د کرزي د دفتر يوه کارکوؤنکي د نوم نه بربنډولو په شرط و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي خپلواک کميسيون به اوس مجبوره وي چي پر خپلو پخوانيو پرېکړو له سره غور وکړي. خو د دې واري به کميسيون د ځانگړې محکمې د پريکړو پر اساس د تورنو کانديدانو برخليک ټاکي.

ځانگړې محکمې د جون په مياشته کي 62 د پارلمان غړي د درغليو په تور ناکامه اعلان کړي ول. دا شمېره د ولسي جرگې د ټولو 249 چوکيو څلورمه برخه جوړوي چي پر برخليک به يې اوس بيا غور کيږي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند د ولسمشر د نوي فرمان هرکلی کړی دی خو ويلي يې دي چي دغه نوی فرمان کميسيون پدې نه مکلفوي چي د ځانگړې محکمې پريکړي به خامخا پلي کوي.

يو شمېر هغو شکايت کوؤنکو کانديدانو هم د ولسمشرکرزي د فرمان هرکلی کړی دی چي په لومړي پړاو کي ناکامه اعلان سوي ول.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل