غلجی: د کرزي فرمان د لانجې یوازنۍ حل لاره ده
۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبهکرزي د انتخاباتو لانجې د حقوقي پړاونو د تيريدو لپاره د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپآرل سوي ده. د ولسمشر کرزي دغه فرمان نن چهارشنبه د زمري د میاشتې په ۱۶مه نیټه صادر سو.
له تیر یوه کال راهیسي د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په باب لانجه روانه ده خو لا هم انګیرنه داسي ده چې د ولسمشر دغه فرمان هم نه سي کولای چې دغې لانجې ته د پای ټکی کښېږدي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو نن وویل چې ولسمشر کرزي په خپل دغه فرمان سره د انتخاباتي لانجو د ځانګړي محکمې پریکړې ته چې ۶۲ تنه نوي کسان یې پارلمان ته معرفي کړي ملاتړ ورکړ او کرزی غواړي په خپل دې کار سره د نا مشروع محکمې پریکړې پر افغانانو وتپي.
په پارلمان کې نن تر ډيره بریده بحثونه د همدې فرمان په اړه ول او ډير وکیلان په خاصه توګه هغه ۶۲ تنه چې کیدای سي له ولسي جرګې ووزي ډير په غوصه او پاریدل ښکاریدل.
خو د سیاسي چارو شنونکې بیا وایې چې د ولسمشر دغه فرمان د حل یوازنۍ لاره ده او دا مسله باید له حقوقي اړخه اوس د انتخاباتو کمیسیون وڅیړي ځکه د نورو له صلاحیته وتلي خبره ده .
د سیاسي چارو شنونکی او د افغانستان د ستراتیژیکو څيړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجي دویچې ویلي ته وویل، له کله راهیسي نه چې د حکومت د دریو قوو تر منځ تقابل پيل سوی افغانستان د رکود په لور روان دی او فقر، بدبختي او د ملک د راتلونکي په اړه د خلکو نا هیلي مخ پر زیاتیدو ده .
غلجی وایې ولسمشر دغه پریکړه چې اوس یې د انتخاباتو د لانجو په اړه جوړي سوي ټولي محکمې لغوه اعلام کړي او لانجه یې د ټول ټاکنو کمیسیون ته سپارلي کیدای سي چې د حالاتو له سمون سره مرسته وکړي.
نوموړی وایې دا پریکړه ولسمشر کرزي په یوازي سر نده کړي او په دغه برخه کې ورسره د ملک عالمانو، حقوق پوهانو او مخورو هم همکاري کړي ده .
د دغه فرمان په صادریدو سره اوس نه پخواني ۶۲ کاندیدان او نه هم هغه چې د ځانګړي محکمې له لوري نوي پآرلمان ته ور پيژندل سوي کولای سي چې خپل شکایتونه کومې حقوقي مرجعې ته وسپاري او ولسمشر په دغه برخه کې د ټولو وکیلانو او کاندیدانو لاس ور لنډ کړ.
دغه پوښتنه مو له ښاغلي غلجي سره شریکه کړه چې ایا د ولسمشر دغه فرمان چې له ناراضي کاندیدانو څخه د استیناف غوښتني حق اخلي حقوقي بڼه لري که څنګه.
هغه وویل چې ولسمشر له یوازي آپشن څخه کار اخیستی او نوموړی د ملک لومړی با صلاحیته کس دی او کولای سي چې دغسي پریکړه وکړي چې هغه د ملک ملي ګټو ته تاوان و نه رسوي او هغه له ډوبیدو څخه وژغوري.
په ورته وخت کې د ځانګړي محکمې له لوري پارلمان ته ور پیژندل سوي پخواني ناراضي کاندید سلطان زوی د ولسمشر د دغه فرمان هرکلی وکړ.
هغه وویل چې دوهم ځلي پارلمان ته ور پیژندل سوي وکیلان د قانوني محاکمو تر څيړنو وروسته بریالي اعلام سوي او که څوک د محکمې، قانون، شریعت او افغاني دودونو څخه سر غړونه کوي نو دا بیا افغانانو او په ټوله کې افغان ملت ته سپکاوی دی.
تمه ده چې د ولسمشر د دغه فرمان په اړه به د ټول ټاکنو کمیسیون د څو ورځو په دننه کې خپله حقوقي ارزونه اعلام کړي، خو په ځانګړي توګه په فرمان کې ندي ویل سوي چې د ټول ټاکنو کمیسیون دي د څومره مودې په دننه کې د ولسمشر د فرمان د پلي کیدو مراحل بشپړ کړي.
میرویس جلالزی/ کابل
کتونکې: سید ریاض