1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پنجاب کې د پاکستان دوه استخباراتي افسران وژل شوي»

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

د پاکستان پولیس وايي چې د دغه هیواد په ختيځ کې یوه وسله وال د استخباراتو دوه افسران په ډزو وژلي دي. دغه حمله د يوه سړک پر غاړه رستورانټ کې شوې او چارواکي وايي چې حمله کوونکی تښتېدلی دی.

https://p.dw.com/p/4LiUZ
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس په کراچۍ کې د يوې حملې د پېښې په ځای کې
د آرشیف انځور - پاکستاني پولیس په کراچۍ کې د يوې حملې د پېښې په ځای کېانځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

د پنجاب ایالت په خانیوال ولسوالۍ کې د پولیسو یوه لوړرتبه افسر، مرتضی بهټي، وویل چې برید هغه وخت وشو چې دغو افسرانو خپل موټر پارک کاوه.

د اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، دغه افسران چې د پاکستاني طالبانو او نورو یاغیانو په نیولو کې ېې شهرت درلود، ورباندې د شوې حملې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. دوی همدارنګه په پاکستان کې د وسله والو او بمي چاودنو په ګډون د مغلقو قضيو په حل کې د تخصص لرلو په دليل هم پېژندل شوې څيرې وې.

چارواکي وايي چې د وژل شوو افسرانو څخه یو ېې د تروریزم ضد پولیسو د ايالتي ادارې مشر وو چې د پاکستاني طالبانو په نیولو کې ېې مهم رول لوباوه.

پاکستان: هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوو چې ترهګرو ته ځای ورکړي

پاکستاني طالبان چې د افغان طالبانو څخه یوه جلا ډله ده، په نومبر میاشت کې ېې د پاکستان حکومت سره د اوربند د پای اعلان وکړ. تر دغه اعلان وروسته په دغه هیواد کې امنيتي ځواکونو باندې بریدونه ډیر شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د سه شنبې په ورځ پر ټويټر ولیکل چې افغانستان د «پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د حسن همجوارۍ په روحيه ښې اړيکې غواړي.» مجاهد زياته کړې چې پاکستان هم د وضعیت د کابو کولو له پاره باید خپل مسئولیت ادا کړي.

مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه څرګندونو څخه ډډه وکړي

د افغان طالبانو ویاند دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د پاکستان سیاسي او پوځي رهبرۍ ظاهراً افغانستان ته په اشارې سره وويل چې هيڅ هيواد به د دې اجازه ونه لري چې هغو اورپکو ته په خپله خاوره کې امن ځایونه ورکړي چې د پاکستان پر ضد حملې تر سره کوي.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان دفاع وزير، خواجه محمد آصف، هم وويل چې په وروستيو کې پاکستان ته د «تروريستي بریدونو څپه» د هغو پاکستاني طالبانو له خوا راوړل شوې چې په افغانستان کې پټ دي. هغه له افغان طالبانو څخه غوښتي ول چې د دغه ډول عناصرو مخنیوی وکړي چې له خاورې ېې پر پاکستان بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ: درې پاکستاني سرتيري او دوه یاغیان وژل شوي

خو د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د پاکستان دغو خبرو ته تند غبرګون ښکاره کړ. هغه وویل پاکستان باید «له بې اساسه خبرو او پاروونکو نظریاتو ورکولو ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هيڅ اړخ په ګټه نه دي.» مجاهد په یو لړ ټويټونو کې چې د اوردو په ګډون په مختلفو ژبو ېې ليکلي، زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت لکه څرنګه چې پخپل هیواد کې امن او ثبات ته ارزښت ورکوي همداسې د ټولې سیمې له پاره امن او ثبات غواړي.»

د پاکستان ديني عالمانو له افغان طالبانو سره څه پریکړه کړي؟

د طالبانو د حکومت ویاند تر څنګ ډاډ څرګند کړې چې دوی به په خپل حریم کې په  ټوله سیمه کې د امن له پاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

د رپوټونو پر اساس، پاکستان تر اوسه په کراتو ادعا کړې ده چې پاکستاني اورپکي په افغانستان کې پټ دي او په پاکستان کې خپل بریدونه له هغه ځایه تنظیموي، اما افغان طالبان دغه ادعاوې ردوي.

 mks/nz/(AP)

له آرشيف څخه:

آیا د طالبانو په هکله د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل