1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوو چې ترهګرو ته ځای ورکړي

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د پاکستان سياسي او نظامي رهبرۍ اعلان کړی چې هیڅ هیواد ته به اجازه ورنه کړي، څو هغو ترهګرو ته ځای ورکړي چې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. مخکې تر دې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/4Lg8V
Indien Pakistan Grenze, pakistanische Soldaten
انځور: Sajjad Qayyum/AFP

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي او جنګیالي یي په افغانستان کې پټ شوي دي. دغه بریدونه په ټول پاکستان کې، په ځانګړي توګه د افغانستان پولي ته نږدې شمال لویدیځ کې زیات شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ترهګريزو پيښو لامل سياسي بې ثباتي ده؟

دغه اعلامیه د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د غونډې په پای کې چې لوموړي وزیر شهباز شریف، د پوځ نوي مشر جنرال عاصم منیر او نورو چارواکو پکې ګډون کړی و اعلان شوې ده.

د دغې اعلامیې پر اساس یادې کمېټې ژمنه وکړه: «په پاکستان کې به د ترهګرۍ پر وړاندې زغم صفر وي او د حکومت له بشپړ ځواک څخه په استفادې به له دغو جنګیالیو سره چلند وشي.«

په دې اعلامیه کې راغلي دي: «هیڅ هیواد ته به اجازه ورنه کړل شي چې ترهګرو ته آسانتیا او پټنځای برابر کړي او پاکستان له خپل ولس څخه د ساتنې حق د ځان له پاره محفوظ ګڼي.»

د پاکستاني ورځپاڼې «ډان» د رپوټ پر بنسټ د دغه هیواد د دفاع وزیر خواجه آصف د جیو نیوز شبکې ته ویلي دي چې د موافقې برخلاف، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد استفاده دوام لري.

هغه وویل چې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې د دې هیواد له خاورې څخه به د پاکستان پر ضد استفاده نه کیږي: «د پاکستان حکومت د سرحدي سرغړونو په برخه کې له افغانستان سره د اغیزمنو اړیکو په حال کې دی.»

دغه اعلامیه دوې اونۍ وروسته له هغې خپره شوې ده چې د پاکستان ځانګړو ځواکونو د پاکستاني طالبانو پورې اړوند یو شمیر بندیان چې په یرغمل نیونې یي لاس پورې کړی ووژل. دغو بندیانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ترهګرۍ ضد یوه مرکز ساتونکي یرغمل نیولي و او له هغوي څخه یې دری تنه وژلي ول.

د پاکستان پوځ وايي د طالبانو په ډزو ۷ کسان وژل شوي

یرغمل نیوونکو په امن ډول افغانستان ته د تیریدو غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان حکومت دغه غوښتنه رد کړې وه.

پاکستاني طالبان چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په نوم هم پيژندل کیږي، له افغان طالبانو څخه یوه جلا، خو له هغوي سره یوه متحده ډله ده.

پاکستاني طالبانو له نومبر میاشتې څخه يا له هغه وخت راهیسې چې په یوه اړخیز ډول يې څو میاشتنې اوربند پای ته رسولی دی، د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد خپل عملیات زیات کړي دي.

د دغې ډلې مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي د افغانستان له طالبانو سره چې د می په میاشت کې یي د یوه اوربند له پاره منځګړیتوب کړی و، د پاکستان اړیکې خړې کړي دي.

مخکې تر دې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هیواد له یوې سیمه ایزې رسنۍ سره په خبرو کې د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیت خبره کړې وه. نوموړي ټینګار کړی وو چې د افغانستان د طالبانو له خوا د اقدام نه کیدو په صورت کې به پاکستان د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو د برید کولو موضوع و ارزوي.

افغان طالبان پاکستان ته: افغانستان بې څښتنه نه دی

د طالبانو د دفاع وزارت په خپل تویتر کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو د موجودیت په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې «تحریک کوونکي او بې بنسټه» بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني حکومت په پرله پسې ډول پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنولو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز