1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه څرګندونو څخه ډډه وکړي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد یوه رسمي اعلامیه خپره کړي او د افغانستان په تړاو یې د پاکستان د دریځ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LhSL
Afghanistan PK der Taliban
انځور: Rahmat Gul/dpa/AP/picture alliance

نوموړی ویلي دي چې د پاکستاني چارواکو له لورې د افغانستان په تړاو بې اساسه او پاروونکو څرګندونو خواشني کړی دی: «په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کیږي چې موږ يې د تأسف وړ بولو.»

ذبیح الله مجاهد له پاکستانه غوښتنه کړې چې په خپله حالت کنټرول کړي او د افغانستان په اړه له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي: «پاکستانی اړخ هم مسئولیت لري چې د وضعیت د کابوکیدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هيڅ اړخ په ګټه نه دي.»

اړوند مطلب: پاکستان د سرحدي شخړې په تړاو افغان ديپلومات احضار کړ

د افغانستان د طالبانو ادارې ویاند زیاتوي، دوی د افغانستان د امن په شان د سیمې امنیت ته ارزښت ورکوي او له ټولو ګانډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

تېره ورځ د پاکستان د ملي امنیت کمیټې له غونډې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر حواجه آصف د جیوز نیوز شبکې ته وويل چې د موافقې بر خلاف، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد استفاده دوام لري.

مخکې له دې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د دغه هیواد له یوې سیمه ایزې رسنۍ سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې فعالیت لري.

اړوند مطلب: د پاکستان ديني عالمانو له افغان طالبانو سره څه پریکړه کړي؟

نوموړي ویلي ول چې د افغانستان د طالبانو له خوا د اقدام نه کیدو په صورت کې به پاکستان د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو د برید کولو موضوع و ارزوي.

وړمه ورځ د طالبانو د دفاع وزارت هم د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون څرګند کړی او ویلې يې ول، چې د شواهدو له مخې تحریک طالبان په پاکستان کې فعالیت لري.

د طالبانو دفاع وزارت زیاته کړې وه، چې دوی د خپلې خاورې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع ته چمتو دي.