1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې سېلابونه؛ حکومت له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

په پاکستان کې له جون مياشتې راهيسې سېلابونو تر ۸۰۰ ډېر انسانان وژلي او تر۳۰۰ زرو ډېر یې بې کوره کړي دي. د پاکستان حکومت منلې ده چې په يوازې سر له دغه بې ساري طبيعي ناورين سره مقابله نه شي کولی.

https://p.dw.com/p/4G0Yv
په وروسیتو کې په پاکستان سیلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې
په وروسیتو کې په پاکستان سیلابونو درنه مرګ ژوبله اړولېانځور: PPI/ZUMA Press/picture alliance

د پاکستان حکومت د سختو سېلابونو له کبله چې د سونو انسانانو ژوند یې اخيستی دی، د نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. د پاکستان د اقليمي بدلولونو وزيرې شيري رحمان، وويل: «دا د بې ساري ابعادو يو طبيعي ناورين دی.«

نوموړې زياته کړه چې له جون مياشتې راهېسې د غيرې عادي او شديدو مون سون اورښتونو په نتيجه کې د راوتلو سېلابونو له وجې تر ۸۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۰۰ زرو ډېر بې سرپناه شوي دي. رحمان وويل چې پاکستان په يوازې سر پر دې ناورين لاس بری نه شي موندلی.

په ځینو سیمو کې د سختو سیلابونو له کبله ښوونځي هم تړل شوي دي
په ځینو سیمو کې د سختو سیلابونو له کبله ښوونځي هم تړل شوي ديانځور: PPI/ZUMA Press/picture alliance

نوموړې وويل چې پاکستاني چارواکي به د وضعيت د ارزونې تر بشپړيدو وروسته له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کوي. هغې وویل چې دې طبيعي ناورين درې میلیونه انسانان اغېزمن کړي دي.

په پاکستان کي د سختو سیلابونو له امله ښوونځي تړلي دي

له طبیعي ناورين سره د مبارزې چارواکو ويلي دي چې تر اوسه ۱۲۵ زره کورونه ويجاړ شوي او ۲۸۸ زره نور سېلابونو زیانمن کړي دي.

د دوشنبې په ورځ په بلوچستان ايالت کې د يوې اونۍ له پاره ښوونځي وتړل شول. د ریل د پټليو او سړکونو تر اوبو لاندې کیدلو له وجې دمګړۍ بلوچستان د هيواد له نورو برخو سره تماس نه لري. يو شمير پلونه هم ويجاړ شوي دي.

په سند ایالت کې هم د سېلابونو له کبله د ريلونو تګ راتګ متوقف شوی دی. پوځ اوسمهال د کښتيو او څرخي الوتکو په مرسته له اغیزمنو کليو څخه خلک خوندي ځايونو ته انتقالوي.

تر اورښتونو وروسته د لاهور ښار وضعیت
تر اورښتونو وروسته د لاهور ښار وضعیتانځور: Rana Sajid Hussain/Pacific Press Agency/IMAGO

د مون سون بارانونه په عمومي توګه له جون څخه تر سپتمبر میاشتې پورې دوام کوي. دغه اورښتونو د اوبو د زيرمو او رزاعت له پاره ډېر مهم دي خو تل د سېلابونو او ويجاړيو باعث هم ګرځي.

د پاکستان سیلابونه: د مړو شمیر ۵۴۹ ته پورته شوی

وروستي تر ټولو ناوړه سېلابونه په ۲۰۱۰م کال کې راوتلي ول. هغه وخت د هيواد کابو پنځمه برخه سېلاب ځپلې وه او کابو ۲۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. تقریباً شل میلیونه کسان بې کوره شوي ول.

پاکستان په ځانګړي توګه د اقليمي بدلون د پايلو سره لاس او ګريوان دی. د آلمان د پراختيا – او چاپيريال د سازمان جرمن واچ د معلوماتو په حواله پاکستان د هغو هيوادونو په نوملړ کې چې له شديدو موسمي پېښو له ګواښ سره مخ دي، اتم ځای لري.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)