1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان سیلابونه: د مړو شمیر ۵۴۹ ته پورته شوی

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

د پاکستان د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي چې په سيلابونو کې د مړه شوو کسانو شمیر ۵۴۹ ته پورته شوی دی. تیره میاشت په پاکستان کې د شاوخوا ديرشو کلونو په جریان کې تر ټولو مرطوبه میاشت ښودل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4FAwP
Pakistan Überschwemmung
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

په پاکستان کې د وروستیو اوونيو په جریان کې د موسمې درنو ورښتونو له کبله ویجاړوونکي سيلابونه راغلي دي چې د یادې ادارې په خبره د ځاني زیانونو علاوه ېې له ۴۶۲۰۰ ډیر کورونه هم تخریب کړي دي.

رويټرز لیکي چې د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، له ځپل شوو سیمو لیدو ته ورغلی او هلته ېې ويلي دي چې حکومت سیلاب ځپلو سره د مرستې او هغوی ته د امکاناتو برابرولو له پاره خپلې نهايي هڅې کوي.

د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې تیره میاشت د ۱۳۳ سلنه ورښتونو سر په تیرو دیرشو کلونو کې په پاکستان کې تر ټولو مرطوبه یا لنده میاشت وه. په دغو سیلابونو کې تر ټولو ډیر زیان د بلوچستان ایالت سیمو ته رسيدلی دی.