1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

په پاکستان کي د سختو سیلابونو له امله ښوونځي تړلي دي

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

په پاکستان کي د سختو سیلابونو له امله چي تر اوسه یې ساری نه درلود، زده کوونکي مجبور دي په اوس وخت کي په خپلو کورونو کي پاته سي. د دغو سیلابونو له امله تر اوسه پوري ۸۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Fs9r
Pakistan | Überschwemmungen nach Monsunregen
انځور: PPI/ZUMA Press/picture alliance

پاکستاني چارواکو د دوشنبه په ورځ(۲۰۲۲م کال د اگست ۲۲مه) د بلوچستان په ایالت کي د یوې اونۍ له پاره د ټولو مکتبونو د تړلو امر کړی دی. د نوموړي ایالت د ولایتي ادارې ویاند ددې کار علت داسي څرگند کړ: «موږ به په راتلونکو ورځو کي د لاډیرو بارانونو او سیلابونو د راتگ شاهدان واوسو.»

د بلوچستان ایالت ټولي اړیکي په اوس وخت کي د هیواد له نورو سیمو څخه قطع سوي، دا ځکه چي  سیلابونو د ریلونو پټلۍ او سړکونه لاندي کړي او همدارنگه پلونه یې هم نړولي دي. په همدې ډول د سیند په ایالت کي هم د ریلونو تگ راتگ په ټپه دریدلی دی. پوځ اوس انسانان د هیلیکوپترونو او کښتیو په مرسته د هغوی له سیلاب ځپلو کلیو څخه انتقالوي.

په پاکستان کي د جون مياشتي له نیمايي څخه په غیر عادي ډول ډیر بارانونه کیږي. شاوخوا ۸۰۰ انسانانو تر اوسه پوري ددغو سیلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې په وینا څه د پاسه ۳۰۰ زره کسان خوندي ځایونو ته انتقال سوي دي.

لکه څنگه چي پاکستان له طبیعي ناورینونو لکه وچکالي، سختي گرمۍ او سیلابونو له گواښ سره مخامخ دی، د چاپیریال ساتني وزیري شیري رحمان په دغه هیواد کي له یوه «موجوده بحران» څخه خبرداری ورکړی دی.

GP/NZ/AG

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده