1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې بریدونو د اسلام آباد او طالبانو روابط زیانمن کړي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

پاکستان چې د وسله وال تاوتريخوالي له څپې سره مخ دی، سخت دريځ يې غوره کړی څو پر افغان طالبانو فشار راوړي چي د هغو وسله والو پرضد باندي اقدامات وکړي چې د دوی په خاوره کي پټ دي. طالبانو په دې اړه تر اوسه اقدام نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/4BX1L
Afghanistan I Die Führung der Taliban
انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د پاکستان او افغانستان تر منځ روابط تیره میاشت وروسته له هغه ترينګلي شول چې پاکستان د افغانستان په ختيځ کې هوايي حملې وکړې. عیني شاهدان وايي چې دغه حملې د مهاجرو پر يوه کمپ او پر يو بل ځای شوي چې لږ تر لږه ۴۰ ملکيان پکې ووژل شول. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې باور کوې په دغو حملو کې ۲۰ ماشومان هم وژل شوي دي.

پاکستان هيڅکله د اپریل ۱۷مې هوايي حملې نه دي تصدیق کړي، خو تر دغو حملو دوې ورځې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت افغان طالبانو ته شدید خبرداری ورکړ چې وسله والو ته دې په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي.

اسوشتید پریس خبري آژانس ليکي چې د پاکستان دغو فشارونو طالبان په یوه تنګه لار کې راګير دي. افغان طالبانو له اوږدې مودې راهیسې له هغو وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره نږدې روابط لري چې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. ټي ټي پي يا پاکستاني طالبان، د افغانستان له طالبانو څخه یوه جلا ډله ده. اسوشتید پریس په خپل رپوټ کې ادعا کړې چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو او نورو ډلو فعالیتونه یوازې له هغه وخته راهيسې ډير شوي دي چې د تیرکال په اګست کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل.

خو شنونکي وايي چې افغان طالبان د پاکستان د غوښتنې په مقابل کې د وسله والو پر ضد اقداماتو کې محتاط دي او په دې کار سره د لا ډيرو دښمنانو د ایجاد بیره لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش سیمه ایزې څانګه چې د طالبانو پر ضد جنګیږي په وروستيو کې خپل خونړي بریدونه ډير کړي دي.

Pakistan Karachi | Explosion an der Universität
په کراچۍ کې د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۲۶مه برید، چې په کې درې تنه چينايان ووژل شولانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د وروستیو اونیو په جریان کې په افغانستان کې خونړۍ بمې حملې ترسره شوې دي چې په لسونو کسان پکې وژل شوي دي. په دغو بمي بریدونو کې تر ډيره شیعه ګان په نخښه شوي دي چې د اکثرو بریدونو مسئولیت ېې داعش ډلې منلی دی.

په افغانستان کې د داعش سیمه ایزه ډله ځان د خراسان په نوم ښيي. دغه وروستي بریدونه د طالبانو هغه ادعا تر سوال لاندې راولي چې وايي پر ټول هیواد حاکم دي او امنیت ېې تامين کړی دی.

روانه اوونۍ افغان طالبانو د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان او همدارنګه د پاکستان قبايلې مشرانو تر منځ د مذاکراتو کوربه توب کړی دی. طالبان ظاهراً امیدواره دي چې د فشارونو د کمولو له پاره به وتوانیږي تر څو د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یو اوربند رامنځ ته کړي. پاکستاني طالبانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ هغه اوربند چې پخوا ېې غوښتنه شوې وه د می مياشتې تر ۳۰مې پورې غځول شوی دی.

داسې ښکاري چې پاکستان په خپله خاوره کې د مخ پر ډيریدونکو تاوتریخوالو په هکله ناهیلی شوی دی. د اپریل په وروستيو کې بلوچ بیلتون غوښتونکو په يوه حمله کې درې چينايان ووژل او له بل لوري داعش ډله او پاکستاني طالبان هم د پاکستان پر امنيتي ځواکونو حملې ترسره کوي. 

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، بلال کريمي وويل چې طالبان «د مذاکراتو د ادامې او بریاليتوب له پاره خپلې ټولې هڅې کوي او په عین حال کې له دواړو خواو څخه غواړي چې نرمښت ولري.»

په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو انستيتوت چې یو خپلواک دفتر دی او د وسله والو بریدونه څاري، وايي چې له کله نه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي دی، په پاکستان کې بریدونه نژدې ۵۰ سلنه ډېر شوي دي.

Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
تحریک طالبان پاکستان (TTP) يا پاکستاني طالبان - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د دغه انستیتوت اسناد ښيي چې د تيرکال له سپتمبر مياشتي څخه د می مياشتې تر نیمايي پورې ۱۷۰ پولیس، پوځیان او د پارلمان پرسونل او همدارنګه تر ۱۱۰ ډېر ملکيان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د پاکستاني طالبانو تر ۱۰ زره ډېر جنګيالي په افغانستان کې موجود دي. افغان طالبانو تر اوسه په خپله خاوره کې په دې اړه د شکونو د کمولو په خاطر لږ اقدامات ترسره کړي دي.

د افغانستان له سويل څخه يو شمېر پيژندلو افغان څیرو اسوشتيد پریس سره په خبرو کې د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط ويلي دي چې بلوچ بیلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت پر وخت په سیمه کې ګڼ شمير خوندي ځایونه جوړ کړي دي چې د طالبانو تر واکمیندو وروسته هم پر خپل حال پاته دي.

په اپریل مياشت کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي حملې په دراماتيکه توګه شدیدې وې. دغه حملې وروسته له هغې وشوې چې د ډيورنډ کرښي ته نژدې د اورپکو په يوه کمين کې د پاکستان ۷ پوځیان ووژل شول. د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي علاقو کې وخت ناوخت د توغندویز بریدونه ترسره کيږي، اما د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې دننه د هوايي حملو له لارې د هدفونو ويشتل یو نادر عمل دی.

افغان طالبانو پاکستان ته ګواښ کړی چې نور دې د افغانستان په خاوره کې پوځي اقدامات نه ترسره کوي او پاکستان ېې په غج اخیستونکي عمل ګواښلی دی.

د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزیر، محمد یعقوب د اپریل مياشتي په پاې کې پاکستان ته په خبردراي ورکولو وويل چې هوايي حملې «د منلو وړ نه دي.» هغه وويل: «یوازينی دلیل چې موږ دغه بريد زغموو هغه زموږ ملي ګټي دي، خو دا امکان لري چې موږ به په راتلونکې کې دا ډول بریدونه ونه زغموو.»

Pakistan Islamabad | Treffen Premier Khan mit Taliban-Führern
عمران خان نړۍ ته کمپاین کاوه تر څو له افغان طالبانو سره واک ته تر رسيدلو وروسته تعامل وکړيانځور: Pakistan Prime minister office/AFP

محمد یعقوب د طالبانو د تحریک پخواني مشر ملا محمد عمر، زوی دی چې د طالبانو په رهبرۍ کې د ډير نفوس او قدرت خاوند دی.

د دواړو ګاونډيو هيوادونو تر منځ په وضعیت کې دغه بدلون، په پاکستان کې تر وروستيو سیاسي تحولاتو وروسته رامنځ ته شوی، کوم چې د هغو په نتيجه کې مخکينی صدراعظم عمران خان له واکه لرې او شهباز شریف د پاکستان نوی صدراعظم شو.

عمران خان، نړیوال له طالبانو سره خبرو اترو ته هڅول او نړۍ ته ېې کمپاین کاوه تر څو له افغان طالبانو سره واک ته تر رسيدلو وروسته تعامل وکړي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د ويلسن مرکز د آسیا پروګرام مرستیال، میخایل کوګلمن وايي چې خان، «د طالبانو له پاره يو نرم دريځ درلود همدارنګه د افغانستان په منځ کې د زور څخه د استفادې خلاف هم وو.» کوګلمن وايي اوس چې عمران خان په سیاسي صحنه کې رسمي حضور نه لري او د پاکستاني طالبانو بریدونه هم ادامه لري، نو «موږ تمه کولی شو چې پاکستان دې د یو لا قوي پوځي عملیاتو د استفادې له پاره تیاری ونيسي.»

د انتلانتیک شورا چې مرکز ېې په امریکا متحده ايالاتو کې دی، د سويلي آسیا څانګې څخه ېې د چارو شنونکی، شجاع نواز وايي: «زه د افغانستان-پاکستان له پاره هيڅ کومه چټکه حل لاره نه وينم. طالبان به پاکستاني طالبانو ته د پټنځایونو ورکولو ته ادامه ورکړي او هیله مند دي چې هغوی به د وخت په تیریدلو سره په پاکستان کې خپل نفوذ ډير کړي.» نواز وايي له دې کبله، د وضعیت د لاخرابیدو تمه لیدل کیږي په ځانګړې توګه کله چې د (پاکستان) پوځ پر افغان سیاست حملې کوي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.