1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

په ټایلنډ کې د ریل گاډي ټکر؛ تر ۲۰ ډېر کسان مړه سوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۲۴, چهارشنبه

په ټایلنډ کې یو ریلگاډی له یوه چپه سوي ساختماني کرین سره له ټکر وروسته له پټلۍ اوښتی دی. ژغورونکې عمله له ساعتونو راهیسې هڅه کوي چې بند پاته سوي مسافر وژغوري. د قربانیانو شمېر مخ پر زیاتیدو دی.

https://p.dw.com/p/56mah
په ټایلنډ کې د یوه ریلگاډي له ټکر وروسته ژغورونکې عمله د قربانیانو د راایستلو په حال کې ده
په ټایلنډ کې یو ریلگاډی له یوه چپه سوي ساختماني کرین سره له ټکر وروسته له پټلۍ اوښتی دی. انځور: State Railway of Thailand/AP Photo/picture alliance

په ټالنډ کې په څه ناڅه ۲۰۰ کسانو ډک یوه ریلگاډي په ډیر سرعت سره له یوه چپه سوي کرین سره ټکر کړی دی.

لکه څنگه چې ټایلنډي رسنیو د ژغورونکې عملې او چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی، په ځايي وخت له غرمې مخکې ۲۲ جسدونه راایستل سوي او څه ناڅه ۷۰ کسان نور سخت زخمیان سوي دي.

 دغه پیښه نن سهار له بنکاک څخه څه ناڅه ۲۳۰ کیلومتره لیري، د ناخون راچاسیما ولايت د سیشیو په ناحیه کې رامنځته سوې ده.

د «بنکاک پوست» په نوم ورځپاڼې لیکلي دي چې اوسپنیز کرین چې د پټلیو د جوړولو له پاره کار ورڅخه اخیستل کیدی، په ناڅاپي توگه او فقط یو څو ثانیې مخکې له هغه چې ریلگاډی ورسره ټکر وکړي، راچپه سو.

 د پیښې شرایط لا روښانه نه دي

ویل کیږي چې ریلگاډي په ډیر سرعت سره له کرین سره ټکر وکړ. د هغه ډیر واگونونه له پټلیو واوښتل، مسافر په ویجاړیو کې بند پاته سول. همدارنگه یوه اورلگیدنه هم رامنځته سوه.

نورې رسنۍ بیا رپوټ ورکوي چې کرین د حرکت په حال کې ریلگاډي باندې رالویدلی دی. د پیښې دقیق جزیات لا روښانه نه دي.

د ژغورونکې ډیری ټیمونه د پیښې په ځای کې حاضر سوي، تر څو له قربانیانو سره مرسته وکړي او په ریلگاډي کې بند پاته سوي زخمیان وژغوري. د څه د پاسه ۲۰ زخمیانو حالت حساس دی. د نورو مړو د زیاتیدو بیره هم موجوده ده.

په ریلگاډي کې ۱۹۵ کسان سپاره ول

د ریلگاډو د دولتي شبکې (SRT) په حواله دغه ریلگاډی له دریو واگونونو سره له پایتخت بنکاک څخه د ټایلنډ په شمال ختیځ کې، اوبون کچاتاني ته روان و. ویل کیږي چې په ریلگاډي کې ۱۹۵ کسان سپاره ول چې په هغو کې مسافر او پرسونل هم شاملیږي.

نوموړی کرین د (HGV) په نوم هغې سترې ساختمانې پروژې یوه برخه و چې په راتلونکې کې یې باید ټایلنډ د لاوس له لارې له چین سره وصل کړی وای. دا چې دغه کرین ولې راچپه سو، په اړه یې پلټنې روانې دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.