هند: د يوې امبولانس الوتکې د سقوط پېښه کې اوه کسان مړه شوي
۱۴۰۴ اسفند ۵, سهشنبه
هندي چارواکو ويلي دي چې د دغه هېواد په ختيځ جهارکنډ ايالت کې په هند کې دوشنبې د شپې ناوخته د يوې چارتر امبولانس الوتکې د رالوېدو په پېښه کې اوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ژغور او طبي عملي غړي د پېښې ځای ته رسيدلي چې په یوه ځنګله کې دننه پرته ده.
د هندوستان هوايي چلند ادارې ويلي دي چې د «رېډ بیرډ» هوايي شرکت دې «بيچ کرافت سي ۹۰» الوتکې «لومړی د هوا د وضعيت له کبله د مسير بدلولو غوښتنه کړې وه.» دا الوتکه له رانچي ښار څخه ډهلي ته پر لار وه.
د سيمې پر وخت د ماښام پر شا او خوا ۷ بجو تر پرواز کولو کابو ۲۳ دقيقې وروسته د هوايي ترافيک له کنترول سره د الوتکې اړیکه پرې شوه او د چهارکنډ ايالت په کاساريا سيمه کې راولويده.
سيمه ایزو رسنيو د عيني شاهدانو له قوله ويلي دي چې دوی لومړی يو لوړ غږ واوريد او وروسته یې له ځنګله څخه د دود پورته کیدل مشاهده کړل. د پېښې له ځای څخه رسیدلي انځورونو کې الوتکه په پاڼو او ملبه کې پټه ده، په داسې حال کې چې د ژغور عملي غړي د پېښې په ځای کې موجود دي.
د هند د ملکي هوايي چلند ادارې (ډي جي سي ای) د ټولنیزو رسنیو په يوه پوست کې ويلي: «په الوتکه کې د عملې د دوو غړيو په شمول ۷ کسان سپاره ول.»
د سيمې يوه اداري چارواکي کيرتي شري جي، خبريالانو ته ویلي: «د ډاکترانو ډلې هغوی موندلي او د هغوی مړينه یې تائيد کړې ده.»
د ايالتي چارواکو د اټکلونو پر اساس الوتکې ښايي په فضا کې د الوتکې د لنډمهالي توازن بایللو پېښې يا جټکې له کبله کنترول له لاسه ورکړی وي. د هند د هوايي پېښو د څيړنو ادارې چارواکي هم د پېښې ځای ته استول شوي ول.