کراچۍ؛ د ګاز ډبې چادونې په پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ بهمن ۳۰, پنجشنبه
د کراچۍ د پوليسو د مشر رضوان پټیل، په حواله چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د کراچۍ د استوګنې په يوه ودانۍ کې خلک د روژې د لومړي پيشمني له پاره د خوړو چمتو کولو په حال کې ول.
نوموړي زياته کړې ده چې د ژغورونکې عملي غړي تر ملبې لاندې د ژونديو کسانو د ژغورنې په هڅو مصروف دي.
د ژغورنې ادارې وياند حسان خان، وويل چې «تر اوسه ۱۶ جسدونه راايستل شوي دي، په داسې حال کې چې ۱۴ ټپيان هم ملکي روغتون ته ليږدول شوي چې درملنه یې روانه ده. په مړو کې ماشومان هم شامل دي.»
اړونده موضوع: کويټه کې د ګازو سيلنډر چاودنې شپږ تنه وژلي دي
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، پر دې پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې او د قربانيانو کورنيو ته یې تسليت وړاندې کړی دی. نوموړي چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې ټپيانو ته هر ډول طبي آسانتياوې برابرې کړي.
زرداري، همدا شان پر ایالتي حکومت ټينګار کړی دی چې د ودانيو جوړونې برخې قوانين عملي، د ګاز ډبو د محافظت ازونه او بشپړ تحقيقات ترسره کړي څو په راتلونکي کې دا ډول پېښې رامنځته نه شي.
په کراچۍ کې د پاکستان د نورو برخو په څېر په ډېرو کورونو او د استوګنو په ودانيو کې د اخلي پخلي له پاره طبيعي ګاز موجود وي خو ډېری پاکستاني کورنۍ د ګازو د انتقال په ښاري پایپونو کې د طبیعي ګاز د ټیټ فشار له امله، پر غیرمعیاري کپسولونو یا ګازي ډبو باندې تکیه کوي چې پکې د پخلي او یا کورونو د ګرمولو له پاره له مایع ګازو څخه کار اخیستل کیږي.
په تېره جولای میاشت کې د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد په يوه کور کې د واده تر مراسمو وروسته د ګازو کپسول یا ډبې د چاودنې په پایله کې د زوم او ناوې په ګډون ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو. دا چاودنه هغه وخت شوې وه چې په کور کې موجود ټول کسان ويده ول.