1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندو ملتپالنه څرنګه هند ته تغير ورکوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د فعالانو او اقليتونو په حواله هند په تدريجي ډول له يوه سیکولر، څو کلتوري ملت څخه په يوه هندو پاله دولت د بدليدو په حال کې دی. دا د سویلي آسیا په دغه ستر نفوس لرونکي هیواد کې د مذهبي لږکیو له پاره يوه ستونزه ده.

https://p.dw.com/p/4Fa89
Indien Symbolbild nationalistische Hindus
انځور: Hindustan Times/imago images

کله چې په ۱۹۴۷م کال کې هند له بريتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه نو بنسټ ايښوونکو یې غوښتل چې دغه نوی آزاد هېواد د يوه سيکولر څو کلتوري دولت په توګه آباد کړي. په تېرو ۷۵ کلونو کې د جنوبي آسيا دغه هېواد له يوه بې وزله هېواد څخه په چټکۍ سره پر پراخیدونکي ولسي اقتصاد – او د ګاونډي هېواد چين د استبدادي دولت په مقابل کې پر تعادل راوستونکي بدل شوی دی.

له خپلواکۍ راهېسې تل په هند کې آزادې ټاکنې ترسره شوي او واک په سوله ایزه توګه انتقال شوی. دغه هېواد همدا راز د عدلیې يو خپلواک سيسټم او فعالې رسنۍ لري.

خو انتقاد کوونکي په دې آند دي چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې واکمن د لومړي وزير نريندر مودي د حکومت په موده کې د هېواد سيکولر کرکتر يا مشخصات یو څه پر شا پريښوول شوي دي. له ۱۹۸۹م کال راهيسې د بهارتيا جنتا ګوند «بي جی پي» لارښود اصل «هندواتا» دی چې يوه سياسي نظريه ده او د هندي مذهب ارزښتونه د هند د کلتور او ټولنې د بنسټ د ډبرې په توګه تبليغوي.

د هندو ناسيونالیزم وده

کويتا کرشنان چې د «All India Progressive Women's Association» په نامه د ښځو د حقونو د ټولنې څخه ده، وايي چې د مودي حکومت غواړي په کلتوري او اداري بدلونو سره، هند د يوه «سيکولر ديموکراتيک جمهوريت څخه پر يوه استبدادي هندو برتري غوښتونکي جمهوريت» بدل کړي. هغې له دويچه ويله سره په خبرو کې زياته کړه: «له همدې کبله زه د مودي د سياست تشريح کولو له پاره د هندو برلاسي يا بانديوالي لغت ته ترجيح ورکوم.»

ممبئي: «مسجدونه دې د لاوډسپيکرونو غږونه ټيت کړي»

هندوان د هند د ۱،۴ ميليارده نفوس ډېره ستره برخه جوړوي. په دې تېرو کلونو کې د ښي اړخه ډلو له خوا د هندوستان د يوه هندو- ملت په توګه د نومولو او په قانوني توګه د هندوانو د باندیوالي یا برترۍ د تثبيت غوښتنو زور اخيستی دی.

د انتقاد کوونکو په حواله دې ډول غوښتنو د هندوستان د مذهبي اقليتونو په ځانګړي توګه د مسلمانانو ترمنځ له خپل هېواد څخه د پردي والي احساس پياوړی کړی دی. د «بي جي پي» ګوند ښکاره «هندواتا» سياست له مذهبي اقليتونو سره د «دويمې درجې د وګړي» د چلن باعث ګرځيدلی دی.

په دې تېرو څو کلونو کې په هندوستان کې د ۲۱۰ ميليونو مسلمانانو پر وړاندې له کرکې ډکې ويناوې او د زرو زياتي پېښې په ثابت ډول ډېرې شوي دي.

د مظاهرو پر وخت د پوليسو له خوا زور زیاتی

د دې څه يو شمير مثالونه موجود دي: د ۲۰۱۹م کال د هندوستان د تابعيت قانون د هغو هندوانو، سکانو، بدایانو، پارسيانو، مسيحانو او د نورو هندي مذهبونو پیرويانو ته چې تر ۲۰۱۵ م کال وروسته له افغانستان، بنګله ديش او پاکستان څخه ورغلي دي، د يوې چټکۍ پروسې په ترڅ کې د تابعيت د ترلاسه کولو زمينه برابروي. خو د مسلمانانو له پاره دا چټکه پروسه نشته ده. 

Indien - Studenten protestierten gegen die Verfolgung von Muslimen
د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې هم په نوي ډيلي کې د مسلمانانو د تعقيب پر ضد ماظاهرې وشوېانځور: Manish Swarup/AP/picture alliance

په ۲۰۲۰م کال کې د نوي ډيلي په مسلمان ميشته ناحيو کې اخ و ډبونه رامنځته شول. د بشري حقونو د څار د ټولنې د يوه رپوټ په حواله کله چې حکومت پلوو پر مظاهره کوونکو بريدونه وکړل نو پوليسو مداخله ونه کړه. په عين وخت کې هغوی بیا د مخالفينو مظاهرې ډېر ژر او ځیني یې د ډېر زرو په کارولو سره له منځه يوړلې.

همدا راز د هند په يوه ایالت کې په کالجونو کې د حجاب او يا پوړني د پر سرکولو بندیز هم په دې وورستیو کې د ترنګلتياو او هندوانو او مسلمانانو له خوا د مظاهرو باعث وګرځېد. 

د هندوستان په يو شمیر هغو ایالتونو کې چې د بي جی پي ګوند پکې حاکم دی، د مسلمانو مظاهره کوونکو د کورونو او دوکانونو د ورانولو له پاره د بیلدوزرو څخه کار اخيستل شوی وو.

ډیلي کې د مسلمانانو پر ودانیو ولې بیلډوزر ګرځول شوي؟

همدا شان د هندوانو يو څو ډلو د يو شمیر اسلامي عبادتځایونو د ملکيت دعوې هم کړي دي چې د هغوی په آند د هندوستان د مسلمانو پاچاهانو د حاکميت پر وخت د مندرونو یا هندو مذهبه عبادتځایونو په ځمکه آباد شوي دي.

بي جی پي د مذهبي تبعيض تورونه ردوي 

ليکوالي او فعالې سايره شاه حليم له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په هند کې پخوانی لیبرال نظم د مخ پر ودې توکمیز ناسيونالیزم له کبله متزلزله شوې دی. د هغې په خبره دا د نړۍ د سترې ديموکراسۍ په توګه د هندوستان حيثيت ته زيان رسوي او د يوه سيکولر دولت په توګه یې د راتلونکي په اړه شکونه راټوکوي.

نوموړې زياتوي: «هندو- ناسيونالیزم يوازې د اقليتونو سره تړاو درلودونکو هېوادوالو سره په نفرت پورې تړلی نه دی. دې کرکې او نفرت ته د ادارو له خوا وده ورکول کيږي او د معافيت په ورکړې سره عملي کيږي چېرې چې پر مسلمانانو فشارونه ډېر پراخ شوي دي.»

خو د بي جی پي ګوند تل له مسلمانانو سره توپيري چلن ردوي. شازيه علمي چې د دغه ګوند يوه ویانده ده، له دويچه ويله سره یې په خبرو کې وويل: «هندوستان د متنوع کلتورونو کور دی چې د بېلا بېلو عقيدو انسانان پکې په همغږۍ کې ژوند کوي. هند د سولې پر لور د نړۍ د رهبري کولو اخلاقي او معنوي دنده لري.»

د بي جی پي ګوند له خوا استدلال کیږي چې د اپوزيسيون کانګرس ګوند چې تر خپلواکۍ وروسته یې پر هند څو لسیزې حکومت کړی دی، په هېواد کې د سيکولریزم د کمزوري کيدو مسئوليت لري. دوی ادعا کوي چې دغه ګوند د مختلفو مذهبونو افراطي عناصرو ته ځای ورکړی دی.

په دې وروستيو کې نه يوازې په سياسي بلکې په شخصي سطحه هم د هندوانو او مسلمانو ترمنځ اړيکي خرابې شوي دي. قربان علي چې د کانپور ښار يو انجينير دی، دويچه ويله ته وويل چې هر کال به د سیمې هندوان د کوچني اختر پر وخت د ده په کور کې راټوليدل او ګډه به یې دغه خوښي لمانځله، يو دود چې په اوږدې مودې راهيسې یې دوام درلود. هغه زياتوي: «خو دا ځل يو هندو هم زموږ کور ته د مبارکۍ له پاره رانغی.»

علي زياتوي: «دا يو څه عجيب وو ځکه هغوی هر کال زموږ د جشنونو يوه مهمه برخه ول. په دې هېواد کې ژوند اوس تغير کړی دی.»

ب. ص/ ن. ز (Murali Krishnan)

زموږ له آرشيف څخه:

هند: د جومات پر سر شخړې ترنګلتياوې زياتې کړي