1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

په ترکيه کي ټاکنې: درېم نوماند د اردوغان ملاتړ اعلان کړ

۱۴۰۲ خرداد ۲, سه‌شنبه

ښی اړخه ترکي سياستوال سنان اوغان د ولسمشریزو ټاکنو په دويم پړاو کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د ملاتړ اعلان وکړ. تر دې دمخه هغه د دې ملاتړ په بدل کې له هېواد څخه د ټولو مهاجرو د شړولو په څېر غوښتنې لرلې.

https://p.dw.com/p/4Rh0m
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان ښی اړخه ملتپال سياستوال سنان اوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان ښی اړخه ملتپال سياستوال سنان اوغانانځور: Turkish Presidency via AP/AP Photo/picture alliance

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې درېم مقام ترلاسه کوونکي ډېر ښی اړخه ملتپال کانديد سنان اوغان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمهوري رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې به د برحاله ولسمشر رجب طيب اردوغان ملاتړ وکړي.

د می میاشتې پر ۱۴نیټه د ټاکنو په لومړي پړاو کې اوغان ۵،۲ سلنه رايې ترلاسه کړې وې او ترمخه دا خبره روښانه نه وه چې آيا نوموړی به د ولسمشر اردغان او که د هغه د سيال کمال قليچدار اوغلو ملګرتيا وکړي.

اړونده موضوع:د ترکیې برخلیک ټاکونکې ورځ؛ د رای ورکولو بهیر پیل شو

د ټاکنو په لومړي پړاو کې اردوغان ۴۹،۳ سلنه رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې مخالف کانديد کمال قليچدار اوغلو بيا ۴۴،۹ فيصده رایې په لاس راوړې. د بريا له پاره ۵۰ فيصده رایي ترلاسه کولو اړين دي چې له همدې کبله پريکړه وشوه چې د می میاشتې پر ۲۸نېټه به دوهم پړاو ټاکني وشي.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې د پنځه سلنه رايو ترلاسه کوونکي نوماند سنان اوغان ته چې دريم مقام یې خپل کړی، په اصطلاح د «پاچا جوړونکي يا ټاکونکي» په سترګه کتل کیږي. نوموړي د دوشنبې په ورځ د ترکیې له ملي تلویزيون څخه په نشر شوې يوه بيانيه کې وويل: «موږ به د می میاشتې پر ۲۸ نيټه د انتخاباتو په دويم پړاو کې د عوامي اتحاد کانديد رجب طيب اردوغان ملاتړ وکړو.»

د ټاکنو په لومړي پړاو کې اردوغان ۴۹،۳ سلنه رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې مخالف کانديد کمال قليچدار اوغلو بيا ۴۴،۹ فيصده رایې په لاس راوړې.
د ټاکنو په لومړي پړاو کې اردوغان ۴۹،۳ سلنه رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې مخالف کانديد کمال قليچدار اوغلو بيا ۴۴،۹ فيصده رایې په لاس راوړې.انځور: Tunahan Turhan/SOPA Images via ZUMA Press Wire/picture alliance

اوغان وويل چې دا اړينه ده چې راتلونکی ولسمشر له هماغه سياسي اتحاد سره تړاو ولري چې په پارلمان کې یې اکثريت ترلاسه کړی وي.

نوموړي وويل چې د قليچدار اوغلو ملي اتحاد د «عوامي اتحاد په مقابل کې چې له تېرو شلو کلونو راهېسې حاکم دی، د پام وړ ډېرې رایې ترلاسه نه کړې او داسې کوم دريځ یې هم نه دی غوره کړی چې موږ د راتلونکي په اړه قايل کړي.»

اوغان څه غوښتنې لرلې؟

سنان اوغان تېره اونۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې د خپل ملاتړ په بدل کې څو شرطونه ايښي ول. په دې کې د کُردانو د کارګر ګوند «پي کي کي» پر ضد سخت دريځ سربیره د په سونو زرو کډوالو د شړلو له پاره د يوه ضرب الاجل د ټاکلو غوښتنه هم شامله وه.

په ترکیه کې ډېر مهاجر میشت دي چې تقريباً ۳،۷ ميليونه سوريايي پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي.

اړونده موضوع: د ترکیې د اپوزیسیون پر سیاستوال د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی

اوغان هڅه کوي چې د اپوزيسيون ګوندونه په اساسي قانون کې د هغو بدلونو په اړه له بحثونو هم را وګرځوي چې له کبله یې ترکي ژبه کمروزې کیدلای شي.

خو ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي ول چې هغه به دې ډول غوښتنو ته سر ټيت نه کړي. نوموړي له سي ان ان تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې زه داسې کس نه يم چې دا ډول مذاکرات مې خوښيږي.»

په عين وخت کې قليچدار اوغلو هم د رايو اچوونکو د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره «په ترکيه کې د ميشتو مهاجرو په اړه پاروونکي ويناوې کوي.» د مثال په توګه نوموړي په خپله يوه تازه وينا کې «د ټولو مهاجرو بيرته خپلو کورونو» ته د ليږدولو خبره وکړه.

نوموړي دا ژمنه هم کړې چې که چېرې ولسمشر شي نو له پي کي کي ډلې سره به د سولې هیڅ ډول مذاکرات ونه کړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP,AP)

زموږ له آرشيف څخه: