1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ایران کي ډېرغني سوي یورانیم موندل سوي»

۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

د رسنیو په حواله د کشف سوو یورانیمو د خالص والي کچه څه د پاسه ۸۰ سلنه ده. دا تر هغې کچي څه ناڅه ۲۰ برابره لوړه ده چي تر اټومي تړون وروسته ورته اجازه ورکړل سوې ده. IAEA اوس دا ارزوي چي دا به ښايي یوه تیروتنه وي.

https://p.dw.com/p/4NjGs
Uran l Atom-Symbol und die iranische Flagge
د ایران بیرغانځور: Dado Ruvic/REUTERS

دبلومبرګ خبري آژانس د دیپلوماټانو د دوو کړیو تربیا کتني وروسته رپوټ ورکوي چي د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان (IAEA) په ایران کي داسي یورانیم کشف کړي چي خالص والی یې ۸۴ سلني ته رسیږي. په دې ډول دغه غني سوي یورانیم تر هغه ۹۰ سلنه لږ کم دي چي د یوه اټومي بم د جوړولو له پاره ورته اړتیا سته.

اړونده مطالب

ایران انټرنیشل د امنیتي ګواښونو له امله لندن سټوډیو وتړله

د اټومي انرژۍ سازمان، د یکشنبې په ورځ په تویتر کي څرگنده کړه چي د رسنیو دغه رپوټ ورته معلوم دی. دغه سازمان به »د وروستیو بیاکتنې د فعالیتونو د موندنو« په هکله له ایران سره خبري وکړي.

قصدي او که تخنیکي ستونزه؟

بلومبرګ زیاتوي چي څارونکي باید اوس دا معلومه کړي چي آیا په ایران کي دغه مواد په قصدي ډول تولید سوي او که د غیر ارادي راټولیدو په نتیجه کي دغه غلظت رامنځته سوی دی.

د یوه ډیپلومات له قوله راغلي دي چي ښايي دغه مواد د سنټرفیوجونه د کارولو پر وخت د یوې تخنیکي ستونزي په نتیجه کي رامنځته سوي وي. دا کار تیر وخت هم سوی دی.

اوږدې خبري اتري

له ایران سره په نړیوال اټومي تړون کي چي په اوس وخت کي په ټپه ولاړ دی، په ۲۰۱۵م کال کي د یورانیمو د غني کولو پر ۳ اشاریه ۶۷ سلني موافقه سوې ده. په وروستي ځل دا معلومه سوه چي تهران ۶۰ سلنه غني سوي یورانیم تولیدوي او په دې ډول په اټومي تړون کي په نظر کي نیول سوي حد څخه ډیر زیات دي.

شهزاده رضا پهلوي: د یووالي او د ایران پر خپلواکۍ د تمرکز وخت رارسېدلی

خو د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د حکومت پر وخت په ۲۰۱۸م کال کي امریکا متحده ایالات له دغه تړون څخه ووتل او پر ایران باندي یې نوي بندیزونه وضع کړل. د دې کار په غبرگون کي ایران هم په تدریجی ډول له خپلو مکلفیتونو څخه ووت او اټومي انرژۍ سازمان له خوا یې د خپلو تاسیساتو څارنه محدوده کړه.

Iran Uran l Gebäude des Reaktors des Kernkraftwerks Bushehr
د ایران په بوشهر کی د اټومی انرژۍ ریاکتورانځور: Behrouz Mehri/AFP

د ۲۰۲۱م کال په اپریل مياشت کي له ایرانه سره د نړیوال اټومي تړون د بیرته ژوندي کولو په هکله خبري اتري له میاشتو راهیسي له خنډ سره مخامخي سوي دي. دغه ډول یو تفاهم باید د ایران اټومي پروګرام محدود کړي او د دې ډاډ ورکړي چي نوموړی هیواد هیڅ ډول اټومي وسلې نه جوړوي.

دغه ډول خبري اتري د امریکا متحده ایالاتو، چین، روسیې، آلمان، فرانسې، بریتانيا او ایران ترمنځ سوي وې. خو د ایران اسلامي جمهوریت دغه تورونه ردوي چي گواکي د اټومي وسلو جوړول غواړي.

GP/NZ/DW.Online