1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

رضا پهلوي: اوس د یووالي او د ایران پر خپلواکۍ د تمرکز وخت دی

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

د ايران شهزاده رضا پهلوي د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل، اوس د یووالي او پیوستون وخت دی. هاخوا د ایران په ښارونو کې شپنيو اعتراضونو هم دوام موندلی.

https://p.dw.com/p/4NgUl
د مونیخ امنیتي کنفرانس |  د ایران شهزاد رضا پهلوي په مونیخ کې
د مونیخ امنیتي کنفرانس | د ایران شهزاد رضا پهلوي په مونیخ کېانځور: Media Relations Team of Reza Pahlavi

شهزاده رضا پهلوي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبرورۍ ۱۷مه) د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د بهرمیشتو سیاسي فعالانو د ټینګو دریځونو په اړه د آلمان د «یو ټلویزوني شبکې» د خبریالې ناتالي امیري د پوښتنې په ځواب کې وویل: «لکه څنګه مې چې تېره اونۍ په واشنګټن کې د خپلې وینا پرمهال وویل، اوس د یووالي او پیوستون وخت دی او راتلونکی ښايي د سیالۍ وخت وي.»

اړوند مطالب:د ایران د حکومت د اپوزیسیون ناسته، د نظام پر پرځولو ټینګار شوی

د مونیخ امنیتي غونډې ته د ایران اسلامي جمهوري حکومت چارواکي نه دي بلل شوي، خو شهزاده رضا پهلوي، مسیح علي نژاد او نازنین بنیادي بلل شوي او هغوی به نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبرورۍ ۱۸مه) د «ښځه، ژوند، خپلواکي» تر سرلیک لاندې د یوه ګردي میز ګډونوال وي.

رضا پهلوي دغه راز زیاته کړه:«دلته باید ثابته کړو، چې تر هرڅه وړاندې کولای شو د یوې ګډې غوښتنې لپاره ګډ کار وکړو، د خپل هېواد د خپلواکی لپاره، هیله من یم چې له هرې فکري ډلې زمونږ هېوادوال ددې موضوع آهمیت په بشپړ ډول درک کړي.»

شهزاده پهلوي دغه راز د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د خپل پلار پر کړنو د نیوکو په ترڅ کې وویل: «مونږ هر یو په خپله د خپلو کړنو، تګلارو او چلند مسئول یو، هیله من یم چې زما په اړه هر قضاوت زما د کړنو او لیدلورو پر بنسټ وي نه د نورو...»

د ایران په ښارونو کې د شپنیو اعتراضونو دوام

د ایران په ښارونو کې د واټونو پرسر اعتراضونه لاهم دوام لري. د جمعې په ماښام د ګلشهر او ګوهردشت سیمې د واټ پر سر د اعتراضونو شاهدې وې.

د تهران له اکباتان، ستارخان، نارمک او تهران پارس سیمو څخه هم په ټولیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې په هغو کې «بې رېښې خامنه يي، ولسي پاڅون نه ختمیږي.»، «مرګ پر خامنه يي، لعنت پر خمیني»، «مرګ پر دیکتاتور»، «مرګ پر عسکر» او «ښځه، ژوند، خپلواکي» شعارونه ورکول کیږي.

اصفهان او مشهد هم د خلکو د شپنیو اعتراضونو شاهد ول. په ټولیزو شبکو کې حکومتي تبلیغاتي بیلبوردونو ته د اوراچونې ګڼ شمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي.