1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

ایران انټرنیشل د امنیتي ګواښونو له امله لندن سټوډیو وتړله

امید دیدار
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

ایران انټرنیشنل تلوېزیوني شبکې خبر ورکړ، چې لندن کې یې د ځینو امنیتي ګواښونو له امله خپله ستودیو وتړله او له دې وروسته به خپل ۲۴ ساعته خبري بولیټنونه له واشنګټن سټودیو وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/4NgNf
د ایران انټرنیشنل ټلویزیوني شبکې لوګو
د ایران انټرنیشنل ټلویزیوني شبکې لوګوانځور: Iran International

ایران اینټرنیشنل ویلي، چې دا ګام یې د خپلو خبریالانو او همکارانو د خوندیتوب له پاره پورته کړ. که څه هم ایران انټرنیشل د دوی خبریالانو او همکارانو ته د ګواښونو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي؛ خو یوې بلې رسنۍ افغانستان انټرنیشل ته ویلي، چې وړاندې د لندن پولیسو د ایران انټرنیشل مدیرانو ته خبر ورکړی و، چې لندن کې د دوی ایراني همکارانو ته امنیتي ګواښونه متوجې دي.

د ايران دولتي رسنۍ د مصر د ناآراميو په اړه ډير لږ خبرونه خپروي

ایران انټرنیشنل په دې اړه نن سهار لیکلي: «ایران انټرنیشنل به د ایران او نړۍ بدلونونو په اړه خپلې کره، دقیقې او منصفانه خبر رسونې ته دوام ورکوي او ټینګار کوي، چې دا وړ ګواښونه به د دغې خبري شبکې په رسنیزو کارونو اغېز ونه لري.»

ایران انټرنیشنل تلوېزیوني او انټرنیټي شبکه په فارسي، انګلیسي او عربي ژبو خبري او نور بېلابېل پروګرامونه لري. د دغې رسنۍ د لندن سټوډیو له تړلو وروسته د لندن پولیسو او د خبریالانو او رسنیو د دفاع بنسټونو کوم غبرګون نه دی خپور شوی.